لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمن ملک :عملياتو څخه د فقیر محمد ژوندي وتل به يوه معجزه وي


د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمن ملک وايي اوړمه ورځ په مومند ايجنسۍ کې ترسره شوؤ پوځي عملياتو کې دوژل شوي تندلاري کمانډر محمد رحمان چې په فاتح مشهور دى مړى موندل شوى دى.
هغه وويل ددوؤ نورو مهمو طالب کمانډرانو مولوي فقيرمحمد او قاضي ضياء الرحمان دوژل کيدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي خو دهغوي مړي چې ترڅو نۀ وي موندل شوي نو دوژنې تصديق يې نۀ شي کيدلى.
دخالي په ورځ پيښور ته دخپل سفر په مهال ښاغلي ملک خبريالانو سره په خبرو کې وويل دتندلارو په ضد عمليات په برياليتوب سره په مخ روان دي.
نوموړي زياته کړه په سوات او وزيرستان کې دتندلارو ملا ماته کړل شوې او پيښور اوس دهغوي دګواښ څخه محفوظ دى.
دکورنيو چارو وزير وويل تيره ورځ چې په مومندو کې کوم عمليات ترسره شوي په هغې کې ددريوؤ طالب مشرانو دوژل کيدو کلک احتمال دى.
هغه وويل کۀ چرې مولوي فقيرمحمد او قاري ضياء الرحمان ددغو عملياتو څخه ژوندي وتلي وي نو دا به يوه معجزه وي.
پيښور کې دکورنيو چارو وزير دمليشه ځواکونو دمرکز قلعه بالاحصار څخه ليدنه هم کړی.
دغلته دمليشه ځواکونو دمشرانو لخوا ښاغلي ملک ته دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو او صوبه سرحد کې دامنيت دوضعې په اړه احوال هم تير کړل شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG