لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان:د ډرون بريد  پنځه کسان وژلي دي


د افغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې د گل په ماښام دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو په يو بريد کې لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.
سرچينې وايي امريکا ئي جاسوسي الوتکې دشمالي وزيرستان دميرانشاه سره په خواؤشا کې دافغان پولې ترڅنګ په يوه غرييزه سيمه مالى خان سرايې کې دتندلارو په يو کور درې ميزائيل وداغل.
په پيښه کې دوژل شوؤ کسانو پيژندګلي نۀ ده شوې چې هغوي دالقاعده او طالبانو سره تړاؤ لرلو که اولسي وګړي وؤ؟
شمالي وزيرستان چې دپاکستاني طالبانواؤ دافغانستان دطالبانوديومهم مشرجلال الدين حقاني د وسله والومرکزگڼل کيږي ددغه سيمې څخه وخت په وخت وسله وال ياغيان دافغانستان خاورې ته وراوړي اؤ دغلته په افغاني اؤ ائتلافي ځواکونو بريدونه کوي.
په دې وروستيوکې په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضدد بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکوپه بريدونوکې زياته چټکتيا رامينځته شوې ده اؤ په دغوبريدونوکې دالقاعده اؤ طالبانو دپلوي ياغيانوترڅنگ يوشميرمهم تندلاري کمانډران هم وژل شوي دي.
دپاکستان حکومت اؤ پارلمان څه موده لۀ مخې په شدت سره ددغوبريدونو مخالفت کولوخو دډرون بريدونوکې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسوداؤ دالقاعده دځينولوړ پوړو مشرانو د وژل کيدو راپديخوا په پاکستان کې دحکومت په کچ ددغوبريدونو مخالف غږ کمزورى شوى دى.
ددغوبريدونو وروستۍ لويه لاس ته راوړه به دپاکستاني طالبانودمشرحکيم الله محسودوژنه وي خوپه هغه صورت کې چې کله دډرون په بريدکې دهغه دوژل کيدوپه اړه دخپرو شوؤ خبرونو تصديق وشي.
دپاکستان حکومت اوس وخت په وخت دامريکا څخه غوښتنې کوي چې په قبائيلي سيموکې دپټو تندلارو دپه نخښه کولودپاره د ډرون ټيکنالوجي بايد پاکستان ته ورکړي خو امريکاپه دغه هکله خپل دريځ په ډاگيزډول نۀ دى روښانه کړى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG