لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائيل اؤ فلسطين په خبرو پيل کولو رضا شوي دي


د منځني ختيځ لپاره دامريکا ځانګړي استازي جارج مچل ويلي دي اسرائيل او فلسطين دامريکا په مينځګړتوب دامن دخبرو اترو په پيل کولو رضا شوي دي.
هغه هيله څرګنده کړې ده چې ددغو بالواسطه خبرو له امله به ډير زر دواړه خواوې نيغ په نيغه خبرې اترې پيل کړي.
اخوا داسرائيل مرستيال وزيراعظم سلون شيلم په نيويارک کې ويلي دي دهغۀ هيواد فلسطينيانو سره په سم لاسي ډول خبرې اترې پيل کول غواړي.
هغه وويل هيله کوي دملګرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون به مينځني ختيز کې دامنيت دټينګښت دپاره په هڅو بوخت نړيوال کوارټټ هم پخلا کړي او فلسطينيانو ته به ووائي چې نيغ په نيغه خبرو ته په کښيناستلو کې زيات وخت مصرف نۀ کړي.
په نړيوال کوارټټ کې امريکا،ملگري ملتونه،روسينه اؤ اروپايي اتحاديه شامل دي.
دامريکا مرستيال جمهور رئيس جوبائيډن دگل په ورځ دسيمې په پينځۀ ورځني سفراسرائيل ته رسيدلى اؤ دغلته به اسرائيلي مشرانوسره خبرې اترې کوي.
دهغه ددغه سفرموخه دامن لوري ته بيا تگ پيل کول دي.
ټاکل شوې ده جوبائيډن به دشورو په ورځ دفلسطيني مشرانوسره هم وويني.
دگل په ورځ اسرائيل د مغربي غاړې په يوه برخه د112ؤ نوؤ کورونو دجوړولو منظوري ورکړې ده اؤ فلسطيني مشران له دې امله په دغه کار نيوکې کوي چې هغوئ د راتلونکو ورځو په رياست کې دغه سيمه شاملول غواړي.
فلسطيني مشرانو داسرائيل سره نيغ په نيغه خبرې دسمبر2008ء کې هغه مهال ودرولې وې کله چې اسرائيلي پوځ دحماس دجنگياليو په ضد دغزه په ليکه کې بريدونوپيل کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG