لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي سفيرې صدرزرداري سره ليدلي دي


په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري سره ليدلي.
په دغه ليدنه کې پاکستان ته دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي داوسني سفر او په ٢۴م مارچ په واشنگټن کې کيدونکو پاک امريکا ستراتيژيکي خبرو اترو باندې غور وکړل شو.
ليدنه کې په راتلونکې مياشت کې دملگرو ملتونو په مشرۍ دکيدونکې غونډې په هکله هم خبرې وشوې چې پکې به دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني هم گډون کوي.
همدغه راز دواړو مشرانو دترهه گرۍ په ضد په دوه اړخيزو معاملو، دافغانستان او پاکستان په موجوده امنيتي وضعيت او نورو اړونده چارو خبرې وکړې.
امريکائي سفيرې تيره ورځ په لاهور کې ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو باندې دخفگان څرگندونه وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG