لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پيټرياس : روان کال به افغانستان کې دجگړو په حواله سخت وي


د امريکائي سينيټ په وړاندې پخپل بيان کې امريکائي کمانډر منلې ده چې 2010م به افغانستان کې دروانې جگړې په حواله يو سخت کال وي،ځکه چې طالب جنگيالي به دمهمو سيمو پخپل واک کې دساتلو لپاره کلک مقاومت کوي.
هغه دامريکا قانون جوړونکو ته په ډاگه کړې ده چې هغوي بايد په افغانستان کې په عاجله توگه د جنگونو او اړي گړي دله مينځه وړلو هيله ونۀ لري.
نوموړي وويل په روان کال کې به نړيوال ځواکونه دطالبانو په ضد برياليتوبونه ترلاسه کوي خو هغوي به دسختو جنگونو او کله کله په دغه جگړه کې دزيان سره هم مخ کيږي.
هغه افغان پوځونو ته دامنيت دذمه وارو سپارلو په هکله دجمهوررئيس براک اوباما دپريکړې دملاتړ په ترڅ کې وويل په دغه لړ کې دافغانستان په پوځ کې زياتوالى او دهغوي تربيه يو مهم کار دى.
جنرال پيټرياس دطالبانو او القاعده دجنگيالو په ضد دپاکستان اوسني گامونه زړۀ پورې وبلل او وې ويل دافغانستان او پاکستان په گډه پوله دامريکائي پوځيانو ترمينځ همکارۍ تندلارو دپاره ديو هيواد څخه بل هيواد ته اوښتل گران کړي دي.
دمينځني ختيز او مينځنۍ اسياء دپاره دامريکائي پوځونو کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس وويل چې اتومي وسلو جوړولو په هڅو کې دځنډ راتللو له امله هيله ده چې ايران به په روان کال کې داټوم جوړونې عمل ترسره نۀ کړل شي.
هغه وويل خو بيا هم پوهيږي چې ايران دسيمې دثبات دپاره هم هاغه راز يوه ستره خطره ده او دغه هيواد په عراق ،لبنان،غزا او تر يوه حده په افغانستان کې دتندلارو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړى دى.
نوموړي وويل په عراق کې روانه جگړه کې کوټلى پرمختگ شوى دى او په روانه مياشت کې چې دغلته کومې ټولټاکنې شوي دي هغه دنورو ټولټاکنو په نسبت زياتې امن ناکه وې.
امريکائي کمانډر خبردارى ورکړو چې اوس هم تندلاري په عراق کې دستونزو رامينځته کولو توان لري.
دهغه وينا وه امريکا داگست تر پايې په عراق کې دخپلو پوځيانو دشميرې 96ؤ زرو څخه 50ؤ زرو ته دراکمولو په هوډ ولاړه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG