لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په نيول شوؤ امريکايانو فرد جرم لگول شوى دى


په پاکستان کې دترهگرۍ په تور نيول شوؤ پنځو امريکائي وگړو دپنجاب ايالت دسرگودهې سيمې دترهگرۍ دمخنيوي يو عدالت په باقاعده توگه فرد جرم لگولى دى.
دصفايۍ يو وکيل شاهد کمال وائس اف امريکا ته وويل ملزمانو پخپل ځان لگول شوي تورونه رد کړي دي او عدالت ته يې ويلي دي چې هغوي بې گناه دي.
هغه وويل دمقدمې راتلونکې اوريدنه به دمارچ په 31مه نيټه کيږي چې پکې عدالت استغاثې ته دخپلو شاهدانو وړاندې کولو امر کړى دى.
په پاکستان کې دنيول شوؤ دغو پينځوؤ واړو امريکائي وگړو تعلق دورجينيا رياست سره دى چې پکې دوه پاکستانيان، يو مصري، يو ايريټيرين او يو يمن نژاد شامل دي.
پاکستاني پوليسو دغه ځوانان دتيردسمبر په مياشت کې دپنجاب په سرگودها سيمه کې ديوې کور څخه نيولي وؤ.
پوليس دريځ لري چې ددغو امريکائي وگړو څخه يې کمپيوټرې او نور مواد ترلاسه کړي وؤ چې ترې ثابته شوې وه دغه کسان په پاکستان او گاونډي هيواد افغانستان کې دترهه گرۍ منصوبه بندۍ کې ککړ وؤ.
خو دغو نيول شوو شکمنو ترهه گرو دلمړۍ ورځې څخه دريځ خپل کړى دىچې هغوي دخپلو مسلمانانو وروڼو دطبي او مالي امداد په غرض پاکستان ته ورغلي وؤ او دتندلارو تنظيمونو سره هيڅ تعلق نۀ لري.

XS
SM
MD
LG