لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دبس اؤ ټانکر د جنگيدو له امله 35 کسان وژل شوي دي


د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي دشورو په ورځ په شمالي افغانستان کې يو بس د تيلو يو ټانکر سره ټکر شوى چې له امله يې 35 کسان وژل شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت څخه دجاري کړل شوي بيان له مخې دغه بس دکابل شمالي لوري ته دسالنگ په تنگه لاره سفر کولو چې په دغه مهال دتيلو ديو ټانکر سره ټکر شو چې پکې 35 مسافر ووژل شول.
دوزارت په بيان کې راغلي دي په وژل شوؤ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وزارت دشورو دورځې ددغه پيښې لامل دډرائيور بې غوري او دسړک تنگوالى ښودلى دى.
بيان وائي دبس اؤ ټرک دټکر څخه سمدستي وروستو دپيښې ځائې ته پوليس او امدادي کارکوونکي رسيدلي او يو شمير خلک يې ولايتي روغتون ته رسولي دي.
په دغه بيان کې دژوبل شوؤ کسانو شميره نۀ ده په ډاگه شوې.
دپروان دپوليسو مشر عبدالرحيم سيد ويلي دي دمسافرو دغه بس دتيلو ديو ټانکر سره جنگيدلى دى او دتيلو په دغه ټانکر اور لگيدلى دى.
بايد وويل شي دسالنگ لاره دافغانستان شمال او جنوب ديو بل سره يو ځايې کوي او په دغه لاره دروان کال دفرورۍ په مياشت کې دواورې دگټانو غورځيدو له امله 170 کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG