لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کائي ايدي د پاکستان لخوا د افغان طالب مشرانو نیولو د خبرو لار وتړله 


په افغانستان کې دملگرو ملتونو پخواني ځانگړي استازي کائي ايدي دپاکستان لخوا ديو شمير طالب مشرانو په نيولو نيوکې کړي او ويلي يې دي ددغو طالب مشرانو دنيولو له امله په پټه توگه د ملگرو ملتونو او طالبانو ترمينځ دخبرو اترو لړۍ اودريدلې ده.
يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې کائي ايدي اوس اوس دپاکستان په کراچۍ ښار کې دطالبانو دوهم مشر ملا عبدالغني برادر او يو شمير نورو طالب مشرانو په نيونه نيوکې وکړې او وې ويل پاکستان دملگرو ملتونو او طالبانو ترمينځ په پټه توگه دافغان ستونزې دسياسي هواري په غرض روانو خبرو اترو کې ددغو طالب مشرانو دکردار څخه بيخي خبر ؤ.
کائي ايدي وويل دکال 2009م په سپرلي کې هغه دملگرو ملتونو يو شمير نورو چارواکو په دوبۍ او نورو ځائيونو کې طالب مشرانو سره مخ په مخ ليدنې کړې وې او دغه لړۍ لا روانه وه خو په پاکستان کې دطالب مشرانو دنيول کيدو څخه وروستو دغه خبرې اوس اودريدلي دي.
تيره مياشت دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي يو مشاور دنوم نۀ څرگندولو په شرط ويلي وؤ په پاکستان کې دملا برادر دنيول کيدو له امله حامد کرزى هم خفه شوى ځکه چې ملا برادر په هاغه درې ورځنۍ جرگه کې دبرخې اخستو اشاره ورکړې وه چې دحامد کرزي لخوا په راتلونکې مياشت کې جوړيدونکې وه.
خو دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دجمعې په ورځ ويلي دي دبرادنيونه دروغې جوړې يا امن خبرو پسې مربوط نۀ ده او اوس هم دنيونو لړۍ دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG