لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليون پانېټا : القاعده په تيښته او د بریدونو توان یې کم شوی


د امريکا داستخباراتي شبکې سي ائي اى مشر ليون پانېټا وئيلي دي په پاکستان کې دډرون بريدونو له امله دالقاعده مشر اسامه بن لادن او نور مشران يې پټ شوي او القاعده د بريدونو لپاره دپلان جوړولو توان هم کم شوى دى.
دامريکا يوې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ سره يوه مرکه کې دسي ائي مشر ليون پانېټا وويل اسامه بن لادن او دالقاعده نور مشران پټ شوي دي.
هغه وويل اوس اوس دالقاعده ديو تن څخه په ثبت کړل شوؤ خبرو کې په اسامه نيوکه کوي چې بايد هغه ترهه گرو تنظيمونو ته قيادت برابر کړي.
دواشنگټن پوسټ له مخې سږ کال دپاکستان په قبائيلي سيمو جاسوسي الوتکو تر 22ؤ پورې بريدونه ترسره کړي دي.
دسي ائي اى مشر وويل د استخباراتي معلوماتو له مخې دا بيخي په ډاگه ده چې دا مهال القاعده دخپل واک اختيار پځايې ساتلو لپاره دسختو ستونزو سره مخ ده او په چټکتيا سره تيښته کوي.
ليون پناټا وويل اوس مونږ القاعده په حقيقي معنو کې په تيښته مجبوره کړې ده
هغه وويل دپاکستان او امريکا دگډې کارروايۍ له امله ددغه تنظيم دپاکستان او افغانستان دگډې پولې ترڅنگ دخپل مرکز څخه بهر دبريدونو ترسره کولو توان کميږي خو هغه خبردارى ورکړو چې القاعده اوس هم دځان سره خلک بهرتي کوي.
هغه وويل مونږ ته داسامه بن لادن او دهغه دمرستيال ايمن الظواهري دقيق ځايې نۀ دى معلوم خو وې ويل دسي ائي اى چارواکي باور لري هغوي دپاکستان دننه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG