لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروغتيا نظام اصلاحاتي قانون دامریکا کانگريس منظورکړو


امريکا داستازو ايوان په اکثريتي رائيو سره دروغتيا په نظام کې داصلاحاتو قانون منظور کړى دى چې څيړونکي يې داوباما انتظاميې يو مهم برياليتوب گرځوي.
په سينيټ کې دغه بل دوړاندې څخه منظور شوى دى او داستازو په ايوان یا هاؤس اف ریپریزینټیټیوزکې ددغه بل په حق کې 219ؤ او په مخالفت کې يې 212 رايې واچول شوې.
ري پبلکنز په متفقه توگه دبل په ضد رايې واچولې او 34 ډيموکراټ غړي هم دهغوي سره په مخالفت کې شامل شول.
دقانون منظورولو لپاره 216ؤ رايو ته اړتيا وه.
دروغتيا په نظام کې داصلاحاتو دبل دکانگريس څخه دمنظورۍ وروستو په سپينه ماڼۍ کې دوينا په مهال دامريکا جمهوررئيس براک اوباما وويل دغه بل به د30ؤ کروړو څخه زياتو امريکايانو ته دروغتيا انشورنس یا بیمه ورکړي.
خو بل لوري ته ناقدين گمان کوي دغه رقم قانون جوړونه به دروغتيا دڅانگې دپريکړو په چارو کې حکومتي لاس وهنه سيوا کړي او ورسره به په اخراجاتو کې هم زياتوالى راشي.
صدر اوباما وائي داصلاحاتو دغه عمل به که هر څو دروغتيا دنظام ټولې ستونزې هواري نۀ کړي خو ورسره به هيواد په صحيح لوري پرمخ لاړ شي.


ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG