لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واشنگټن: اوباما صحي نظام کې د اصلاحاتو مسوده لس لیک کړه


د امريکا جمهوررئیس براک اوباما د صحي نظام د اصلاحاتو مسوده لس لیک کړی چې د امریکا په صحي نظام کې په څلورو لسیزو کې ډ ټولو غټ بدلون دی.
واکمن ډیموکریټ گوند د مخالفه ډلې ریپبلېکن گوند سره د یو کال پورې دغه قانون کې بدلون لپاره هڅو کې بوخت وو.
دغه قانون ترمخه به هغه 32 ملیون امریکایان چې اوس د صحت بیمه یا انشورنس نه لري وکړی شي چې د صحت بیمه ترلاسه کړي.
په سپېنی ماڼی کې د صحي نظام د اصلاحاتو مسوده لس لیک کولو لپاره جوړ شوي دستورې ته په خپله وینا کې ښاغلي اوباما وویل چې دغه اصلاحات چې ډیر ضروري وو به سم لاسي پرځاې شي.
نوموړي وویل چې ورکوټو سوداگرو لپاره به ټېکس کې رعایت ورکولی شي او بیمه کمپني به نه شي کولې چې ناروغه ماشومانو ته انشورنس ورکولو نه انکار وکړي یا بیا ناروغه خلکو ته بیمه بند کړي.

XS
SM
MD
LG