لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزی ایجنسۍ: د هيلي کاپټرو بمبارۍ کې 15 جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزئ ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې پکې لږترلږه ١٤ جنگيالي وژل شوي اؤ ١٦نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو داورکزو دشناکې،قيمت خيلو،چوټۍ اؤميرويک سيمو واک ترلاسه کړى اؤ تندلاري يې ددغه ځائيونو څخه پشاکړي دي.
دعملياتوپه مهال په حشمت خان کلى ،ميرباغ،شناکا سيمو کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ سختې نښتې شوي چې پکې 11ؤ تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
سرچينې وايي په دغو عملياتوکې پوځ ته دټانکونواؤ جيټ الوتکومرسته هم ترلاسه وه اؤ دتندلارو يو شميرځالې يې لۀ مينځه وړي دي.
همدغه راز دراز په انجاني او سلطانزۍ سيمو کې هم امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې 4 جنگيالي وژل شوي او 9 ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دامنيتي ځواکونو لخوا په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو دغلته موجود جنگيالي نورو سيمو ته تيښته کوي.
په سلطانزۍ او انجاني سيمو کې دعملياتو په مهال دتندلارو 5 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
بل لوري ته داورکزو اؤ افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي.
دشورو په ورځ امنيتي ځواکونو دخيبرايجنسۍ دباړې په سپين کمر سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات کړي خو ددغو عملياتو جزئيات نۀ دي په ډاگه شوي.
وئيل کيږي سپين کمر دتندلارو مضبوطه ځاله ده اؤ دغلته وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې کيږي.

XS
SM
MD
LG