لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او پاکستان د همکارۍ زیاتولو لپاره خبرې اترې پیل کړې


د امریکې خارجه وزیرې هیلري کلنټن او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمد قریشي نن د شورو په ورځ په واشنگټن کې د دواړو هیوادنو ترمنځ د سټریټیجک ډائیلاگ یا سټریټجیکې مکالمې په نوم خبرې اترې پرانستې.
ددواړو هیوادونو استازې د انگریزۍ ژبې ټکې یو په شکل میز چاپیره ناست وو. د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د هیلرې کلنټن سنگ په سنگ ناست وو او د پاکستان د پوځ مشرجنرل اشفاق پرویز کیاني د امریکا دفاع وزیر رابرټ گیټس او د امریکا پوځي مشر ایډمرل مائیک مولن په منځ کې ناست لیدل کیدو.
دکوربنې په حیث، میرمن کلنټن د خبرو اترو د پرانستې د ستورې ته وړمبۍ وینا وکړه. او وې وویل چې امریکا پاکستان سره خپلواړیکو او همکارۍ ته ډیر اهمیت ورکوي.
مېرمن کلنټن وینا وه چې سټرټیجیک ډائیلاگ څه د یو وخت خبرې اترې نه دي بلکه دا به د پاکستان او امریکا ترمنځ د مزاکراتو یوه دوامداره لړۍ وي او په بل پړاؤ کې به امریکايي استازې پاکستان ته ځې او پاکستاني چارواکو سره به د دواړو هیوادونو په منځ کې د ملگرتیا زیاتولو په موضوع خبرې اترې کوي.
هغې وویل چې امریکا یواځې د پاکستان حکومت یا پوځ سره تعلقات زیاتول نه غواړي بلکه پاکستاني اولس ته هم د ملگرتیا او د همکارۍ لاس وړاندې کوي.
هغې وویل چې امریکابه د یو ملگري په حېث د پرمختیا په لور سفر کې د پاکستان په پشه ولاړ وي.
مېرمن کلنټن زیاته کړه چې امریکا به د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې او د پاکستان اولس د ژوند معیار ښه کولو کې به هرقسم مرسته کوي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په دغه موقعه د دواړه هیوادونو ترمنځ تعلقاتو کې بې باوري او کړکیچونه هم رامنځته شوې دي. ښاغلي قریشي وویل چې په تیر وختونو کې امریکا خو کله پاکستان سره د ملگري په رنگ امداد کړی خو کله يي پې سا بندیدونکي بندیزونه لگولې دي.
خو هغه زیاته کړه چې کله هم داسې شوې دي او د دواړه ملکونو تعلقات د مشکل سره مخ شوې نو د امریکا او پاکستان مفاداتو ته زیان رسیدلی دی.
نوموړي وویل چې اوس امریکا او پاکستان خپل تعلقات په نوي بنیاد شورو کړې دي او د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري به نه یواځې د ددوې بلکه د نړۍ د امن، سبات او پرمختگ په گټه وي.
په سټریټیجیک ډائیلاگ کې به د ترهگرۍ خلاف جنگ، د پاکستان اقتصادي صورتحال، د پاکستان د توانايي د کموالې په مسله او یوشمیر نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې کیږي.
دپاکستاني او امریکاي ډلو ترمنځ خبرې د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ کې کیږي او د لیده کاته ورسته هیلری کلنټن او شاه محمود قریشي به په شریکه خبریالانو ته وینا هم کوي.
ددې ورسته به میرمن کلنټن او د امریکا د پوځ مشرایډمرل ما ئیک مولن د پاکستاني حیت غړوته د میلمستیا دعوتونه ورکوي چې یو دعوت به د امریکې خارجه دفتر او بل د ایډمرل مائیک مولن په کور کې به کیږي.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او جنرل اشفاق پرویز کیاني د رسمي خبرو وړاندې د امریکا دفاع وزیر رابرټ گیټس، او نورو اعلی امریکايي چارواکو او د کانگرس غړو سره لیده کاته کړې دي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG