لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنوبي وزيرستان او اورکزو نښتو کې  17 جنگيالي وژل شوي


د افغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان او اورکزۍ ايجنسۍ کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو پر ضد ترسره شوؤ عملياتو کې يو پوځي او 17 جنګيالي وژل شوي دي.
دمليشه ځواکونو يو وياند په دغه هکله بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دغه 11 تندلاري داورکزۍ ايجنسۍ په دريوؤ ځائيونو کې دبريدونو په مهال وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو دګن شپ هيلي کاپټرو له لارې داورکزۍ ايجنسۍ په خواجه خضر او چپري فيروز خيل سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي.
سرچينو وويل دګن شپ هيلي کاپټرو دډزو له امله دتندلارو دوه ځالې هم له مينځه تللي دي.
دا نۀ ده په ډاګه شوې چې په وژل شوؤ کې کوم بهرني جنګيالي هم شامل دي که نه خو تيره ورځ پاکستاني چارواکو وئيلي ؤ په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ سختو جګړو کې 5 عسکر او دعرب، ازبک او افغاني جنګيالو په ګډون 32 تندلاري وژل شوي وؤ.
چارواکي وائي امنيتي ځواکونو په اورکزۍ ايجنسۍ کې څو ورځې دمخه دهاغو جنګيالو په ضد عملياتو ته دوام ورکړى چې باور کيږي دکال 2009م داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه نزدې اورکزۍ ايجنسۍ ته تښتيدلي او دغلته پټ شوي دي.
اخوا په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې هم دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنګيالو ترمينځ نښتو کې 6 جنګيالي او يو عسکر وژل شوي دي.
نښته کې څلور پوځيان ژوبل شوي هم دي.
دسرچينو له مخې په لسګونو وسله والو جنګيالو دمکين په پش زيارت سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد وکړو چې پکې يو عسکر ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.
ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو هم دتندلارو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل چې پکې د شپږ جنګيالو دوژنې راپورونه ترلاسه شوي دي.
دپيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات هم ترسره کړي او سرچينې وائي يو شمير شکمن کسان يې نيولي هم دي.
بل لوري ته چارواکي وائي د هاغو 6ؤ ټرکونو دډرائيورانو مړي دمرکزي کرمې ايجنسۍ څخه ترلاسه شوي چې 3 ورځې دمخه تښتول شوي وؤ.
دسرچينو له مخې 6 ډرائيوران چې پاړه چنار ته يې سامانونه وړل دکرمې ايجنسۍ سره نزدې دټل سيمې څخه تندلارو هاغه مهال تښتولي وؤ چې هغوي کوهاټ ته روان وؤ.
ددغو 6ؤ واړو تښتول شوؤ ډرائيورانو مړي نن په مرکزي کرمه ايجنسۍ کې سره ديو خط ترلاسه شوي دي.
سرچينې وائي دغه ډرائيوران دتندلارو لخوا دوهل کيدو وروستو وژل شوي دي.
په وژل شوؤ کې دڅلورو کسانو تعلق دکوهاټ سره ؤ.
په سيمه کې يو انتظامي چارواکي عبدالرحمان ويلي دي دوژل شوؤ کسانو څخه ديو په جيپ کې يو خط هم موندل شوى چې پکې ليکل شوي څوک چې هم دشيعه ګانو سيمې پاړه چنار ته سامانونه وړي ددغه رقم انجام سره به مخ کيږي.
اخوا تندلارو دخالي په سحر دمهمند ايجنسۍ په علي ګړهـ سيمه کې دهلکانو يو سکول په بمونو الوځولى دى.
دځايې انتظاميې يو مشر امجدعلي خان په دغه هکله ويلي دي تندلارو دغه سکول په بمونو الوځولى خو په پيښه کې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
ديو راپور له مخې تر دې مهاله دکال ٢٠٠٩م څخه تراوسه په مومند ايجنسۍ کې 36 سکولونه تباه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG