لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : افغان مشران دی بډې رشوتونه کمولو لپاره نورې هڅې وکړي


د امریکا صدر اوباما په افغانستان صدر حامد کرزي او د هغه په کابېنی غړو غږ کړی دی چې حکومتي نظام دی ښه کړي ، بډې رشوتونه دی کم کړي او د قانون حکمراني دی نوره وغزوي.
د اتوار په ورځ په د افغانستان په ناڅاپي سفر د تلو وروسته په پايه تخت کابل کې ښاغلي اوباما وویل چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان کې د یاغیانو پرضد کامیابې تر لاسه شوي دي خو دغه کامیابې باید په ملکي څانگو کې هم وښودلی شي.
دافغاني مشرانو سره دخبرو کولو ترڅنگ صدر اوباما بگرام پوځي مرکز سفر هم کړي او دغلته موجود د لوړپوړى امريکائي پوځي مشرانو او ځواکونو سره لیدل کتل کړي دي . ښاغلي اوباما امریکایي ځواکونو ته په خپله وینا کې د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د هغوي رول ستاینه کړې او ویلي افغانستان کې طالبان بیا په واک کې راتلو سره امریکایي اولس ته خطر کېدې شي. صدر اوباما زیاته کړه چې د اتو کالو نه روانې جگړې کې راتلونکې ورځې سختې کېدې شي خو امریکا به ځي نه او بریالې کېږي به.
تير کال د دسمبر په مياشت کې اوباما په افغانستان کې دطالب جنگيالو او نورو ترهگرو ډلو دمقابلې لپاره د30,000ؤ زرو اضافي پوځيانو امر کړى ؤ.
ددغو پوځيانو څخه اوس هم افغانستان ته رسيږي او هيله کيږي دگرمۍ دموسم تر اخرې دغه ټول راورسيږي چې ددې سره به په افغانستان کې دامريکائي پوځيانو شميره 100,000 ته ورسيږي.
څيړونکي وائي صدر اوباما ته به افغانستان ته نيغ په نيغه دتګ سره دخپلې ستراتيژۍ ترمخه دنورو پوځيانو دليږدونې دنتيجو کتلو موقع په لاس ورشي
اوباما افغانستان ته دغه سفر دالقاعده دمشر اسامه بن لادن لخوا امريکا ته په يو اډيو پيغام کې دگواښ څخه يواځې دوه ورځې وروستو کړى دى او باور کيږي اسامه بن لادن دافغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې پټ شوى دى.
څيړونکي وائي اوباما له وړاندې څخه غوښتل دغه سفر وکړي خو دموسم دخرابتيا او نورو منطقي خنډانو له امله ځنډيدلى ؤ.
افغانستان ته د ښاغلي اوباما دغه دوهم سفر دى ، نوموړى په کال 2008م کې هم افغانستان ته تللى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG