لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : بمي چاؤدنو کې 11 اولسي وگړي وژل شوي دي


په افغانستان کې دسړک دغاړې په بمي چاؤدنو کې دپينځوؤ ماشومانو په گډون 11 اولسي وگړي وژل شوي دي.
په دغه اړه دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت له لوري په جاري کړل شوي يو بيان کې ويل شوي دي دخالي په ورځ دلويديز ولايت هرات په انجيل اولسوالۍ کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې 5 ماشومان هاغه مهال ووژل شول کله چې دغه ماشومان په لوبو بوخت وؤ.
بيان زياتوي په جنوبي ولايت هلمند کې هم دمائنونو په دوؤ بيلا بيلو چاؤدنو کې 6 اولسي وگړي وژل شوي دي.
افغان حکومت ددغو چاؤدنو مسؤليت دطالبانو په غاړه اچولى دى.
په دې وروستيو کې دافغانستان دننه دسړک دغاړې په بمي چاؤدنو کې زياتوالى رامينځته شوى او په دغه رقم پيښو کې په سوونو بې گناه اولسي وگړو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دافغان حکومت مخالفين زياتره مهال په هاغو لويو لارو بمونه په کومو چې دائتلافي يا افغان ځواکونو او حکومتي مشرانو دتيريدلو احتمال وي ، خو ددغو بمونو زياتره اولسي خلک ښکار کيږي.

XS
SM
MD
LG