لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حيدر مصلحي : پاکستان کې دننه د عملیاتو وروسته مو سفیر خوشې کړی دی


ايراني استخباراتي چارواکو ادعا کړی د سختو عملیاتو وروسته پاکستان پېښور ښار کې د کال 2008م دنومبر په مياشت کې تښتول شوی خپل سفیر خوشی کړی دی.
دايران داستخباراتو وزير حيدر مصلحي سرکاري ټي وي ته ويلي دي استخباراتي چارواکو عملياتو په ترڅ کې سفير حشمت الله اطهرزاده خوشې کړى او هغه يې په حفاظت سره خپل هيواد ته رسولى دى.
اطهر زاده دکال 2008م کال دنومبرپه 13مه نيټه يو شمير وسله والو دپاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور دحيات اباد سيمې څخه تښتولى ؤ.
په پاکستان کې دافغانستان نومول شوى سفير حاجي عبدالخالق فراهي هم دپيښور دحيات اباد سيمې څخه دکال 2008م ددسمبر په 22مه نيټه نامعلومو وسله والو تښتول ؤ چې تر دې مهاله نوموړى لا درکه دى.
نوموړى په پيښور کې موجود خپل دفتر ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو يې په گاډي ډزې کړې وې، په دغو ډزو کې دهغه يو ساتونکى وژل شوى هم ؤ.
مصلاحتي وويل ايران لومړى دپاکستان څخه دخپل سفير دراخوشې کولو غوښتنه کړې وه خو کله چې هغوي په دغسې کولو کې ناکام شو نو دغه ستونزه مونږ پخپله حل کړه.
هغه وويل مونږ په سيمه کې داستخباراتو په هکله زيات توان لرو خو ځينې سرچينې وائي حشمت الله دپاکستاني استخباراتو په ملاتړ سره دتښتونکو نه ازاد کړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG