لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جي.ایټ : د پاک افغان سرحدي سیمو ترقۍ لپاره خوښي ښودې


د نړۍ اته صنعتي هېوادونه یا جي.ایټ د افغانستان او پاکستان تر منځ په پوله پرتو سیمو پرمختگ او ترقۍ لپاره په یو اقتصادی پروگرام رضا شوي دي.
د کېنډا په گاټینو ښار کې د جي ایټ د مشرانو د جون د میاشتې غونډې نه وړاندې د خارجه وزیرانو ویلي چې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ترقې لپاره یې د نړیوال بنک او د ایشیا ترقیاتي بنک سره مشورې کړي دي.
د کېنډا د باندینو چارو وزیر لرنس کېنن د وزیرانو د غونډې وروسته مېډیا ته ویلي چې د پلان مقصد یې دا دی چې په دغه سیمه کې تجارتي هلی ځلی زیاتې کړي.
د جي. ایټ او جي. ټونټي د مشرانو غونډه به څښکال، هم د کېنډا په ټورانټو ښار کې د جون په میاشت کې کېږي. ددغې غونډې وړانډې د جي.ایټ وزیرانو ویلي چې غونډه به د اټومي وسلو د خوریدو سیمه ایزو جگړو او ترهگرۍ پرضد د مبارزې په اړه خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG