لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند: چاؤدنه کې 13 کسان وژل شوي دي


د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 13 اولسي وگړي وژل شوي او د8ؤ ماشومانو په گډون 45 کسان ژوبل شوي دي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي ددغې پيښې پړه دهيواد په دښمنانو اچولې او ويلي دي څوک چې هم دغه رقم چاؤدنې ترسره کوي هغوي نۀ غواړي په هيواد کې امن راشي.
دهلمند دپوليسو مرستيال مشر کمال الدين ددغې پيښې په اړه خبريالانو ته ويلي دي چاؤدنه دشورو په ورځ دهلمند دمرکز لښکرگاه سره نزدې په نهر سراج سيمه کې دکوپې بازار ترڅنگ شوې ده.
دهلمند حکومتي وياند داؤد احمدي ويلي دي دغه چاؤدنه په هاغو گڼ شمير راټولو شوؤ خلکو ترسره شوې چې دبرطانيې دحکومت لخوا دافيمو دنۀ کرلو په بدل ورته ويړيا سبزيانې او تخمونه ورکول کيدل.
دهلمند دکرکروندې دمحکمې سرپرست مشر غلام سخي تور لگولى چې دغه چاؤدنه کې دمخدره موادو کاروباريان لاس لري.
هغه وويل دغه قاچاقبر نۀ غواړي چې دکوکنارو دنۀ کرلو په صورت کې دکرونده گرو سره مرستې وشي او دبرطانيې لخوا په سيمه کې دمرستو دورکولو دپروگرام مخې ته خنډان راولاړول غواړي
اوس اوس دهلمند په مرجه سيمه کې نړيوالو ځواکونو دطالبانو دافيمو مهم مرکز ددريوؤ اوونيو دعملياتو په ترڅ کې نيولى ؤ.
په کابل کې دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دچارشنبې په ورځ ويلي دي په مرجه سيمه کې دطالبانو په ضدعمليات په کاميابۍ سره پرمخ روان دي او له دې وروسته به په قندهار کې دطالبانو دسيوا شوؤ فعاليتونو دمخنيوي لپاره عمليات پيل کيږي.
هغه وويل دصدر اوباما لخوا دشوي اعلان سره سم چې افغانستان ته کوم نور 30,000 نوي پوځيان راځي دهغوي څخه به لويه شميره قندهار او خواؤشا سيمو ته ليږلى شي.
مولن وويل دقندهار ښار دپراختيا له امله به په دغه ښار کنټرول ترلاسه کول سخت وي.

XS
SM
MD
LG