لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو او خيبرايجنسیو کې 34 تندلاري وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمو اورکزۍ او خيبرايجنسيو کې د زيارت په ورځ امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې د34ؤ جنگيالو دوژنې راپورونه ترلاسه شوي دي.
راپورونه وايي امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لاري دکوزې اورکزۍ ايجنسۍ په فيروزخيل سيمه کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې 18 جنگيالي وژل شوي دي.
په دغه گوله بارۍ کې دتندلارو ددريوؤ ځالو دتباه کيدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي
دسرچينولۀ مخې په لياري سيمه کې هم ديو قبائيلي دادير خان په کور دمارټر دگولې پريوتو له امله ددوؤ ښځو په شمول 4 کسان وژل شوي دي.
همدغه راز داورکزۍ په سپين کده، ډنډ گړۍ او شيلون تالاب سيمو کې تندلارو پينځه سرکاري سکولونه په بمونو الوځولي دي.
په کارغان سيمه کې هم تندلارود روغتيا يومرکز تباه کړى او 15ؤ کورونو ته يې اورونه اچولي دي.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو داورکزۍ په ميروبک، سورگل ، شيرين دره او بيزوټ سيمو کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي دي چې پکې دهغوي د5ؤ ځالو دتباه کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
په دغو عملياتو کې تندلارو ته دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه هم ښودل شوې ده.
دطالب کمانډر ملا طوفان يو گاډى هم امنيتي ځواکونو پخپله قبضه کې اخستى او دغه تندلارى کمانډر داورکزۍ ايجنسۍ څخه کرمې ايجنسۍ ته په تيښته کې بريالى شوى دى.
سرچينې وائي کله چې امنيتي ځواکونو ته دهغه دتيښتې خبرونه ترلاسه شول نو په ډوگر او خواؤشا سيمو کې يې سخت امنيتي تدابير ونيول .
دسرچينولۀ مخې دډوگر سره په نزدې ځنگلونو کې دامنيتي ځواکونو او ملا طوفان دجنگيالو ترمينځ شوؤ نښتو کې 10 جنگيالي وژل شوي دي.
په دغه مهال دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دډزو په زد کې يو قبائيلى هم راغلى چې وژل شوى دى.
په سيمه کې يو پوځي افسر ليفټننټ کرنل اکبر بټ خبريالانو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو دملا طوفان د استعمال لاندې دافغاني پوليسو گاډى پخپله قبضه کې اخستى او په ډوگر کې يې تر دريوؤ کلو ميټرو پورې سيمه دتندلارو څخه پاکه کړې ده.
دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په جانسي سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نن شوؤ نښتو کې 6 جنگيالي وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG