لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال کياني :  پوځ دترهگرو ملا ماته کړې ده


د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وائي په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو څخه وروسته دترهه گرو ماته ماته شوې ده.
دزيارت په ورځ دقبائيلو په نوم خپل يو پيغام کې جنرال اشفاق پرويز کياني ویلي د وزيرستان په عملياتو کې تندلارو ته سخته ضربه رسيدلې ده او کوم ترهگر چې ژوندي وتلي دي هغوي په تيښته دي.
نوموړي پخپل پيغام کې ويلي په جنوبي وزيرستان کې دپرمختيا پروژې دمحسود قبائيلو خپلې خاورې ته دبيرته راگرځيدو منتظر دي.
هغه وائي په وزيرستان کې به کرکيلې ، سړکونو، بريښنا او دتعليم يو شمير منصوبو ته پام گرځول کيږي.
دپوځ مشر په دغه پيغام کې قبائيلو ته سلام وړاندې کړى دى او ويلي يې دي دجنوبي وزيرستان ريښتوني وارثانو ته به دهغوي په سيمه کې هرکلى ويل کيږي.
دپوځ مشر وائي په سيمه کې به دامن او قراري دپاره دپاکستان پوځ ديوې قربانۍ څخه هم ډډه نۀ کوي.
دپاکستان پوځ تير کال داکتوبر په 17مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ستر عمليات پيل کړي وؤ چې پکې خواؤشا 30ؤ زرو پاکستاني پوځيانو برخه اخستې وه.
تيره اوونۍ دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک سينيټ ته پخپل يو بيان کې ادعا کړې وه چې دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله د800ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
په جنوبي وزيرستان کې ددغو عملياتو په مهال د80ؤ څخه زياتو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
اوس مهال دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امنيتي ځواکونه دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي او پوځ ادعا کوي چې دسيمې څخه يې ټول تندلاري په پشا کړي او په ټوله سيمه يې حکومتي واک پځائې کړى دى.
پوځي چارواکي وائي په گڼ شمير کې جنگيالي په جنوبي وزيرستان کې دروانو عملياتو له امله اوس اورکزۍ ايجنسۍ ته تښتيدلي او په اورکزۍ ايجنسۍ کې هم دتيرو دوؤ اوونيو راهسې ددغو جنگيالو په ضد عمليات روان دي.
چارواکي ادعا کوي تر دې مهاله يې داورکزۍ په عملياتو کې د150ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي او په دغو عملياتو کې ديو پوځي افسر په گډون 5ؤ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
که هر څو پوځي چارواکي په اورکزۍ ايجنسۍ کې دخپلې بريا ادعاوې کوي خو دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق نن دزيارت په ورځ يو شخصي تيليويزيون سره په مرکه کې وويل پوځ به دجنوبي وزيرستان څخه وروستو په اورکزۍ ايجنسۍ کې هم دماتې سره مخ کيږي.
اعظم طارق دړکه وکړه چې دامريکا ائتلافيان به په نخښه کوي او په ضد به يې جگړه روانه وي.
طالب وياند وويل امنيتي ځواکونو دخپلو خلکو په ضد عمليات پيل کړي او دغيرو دخوشحالولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG