لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: اساسي قانون کې د بدلون مسوده سپيکرې ته سپارل شوې ده


د پاکستان په اساسي قانون يا ائين کې داصلاحاتودپاره ټاکل شوې کميټې لخوا داتلسم ائيني ترميم په مسوده د لاسليکونو څخه وروسته دغه مسوده دقامي اسمبلۍ سپيکرې ته سپارلې ده او دپاکستان دقانون وزير بابراعوان وائي دائيني اصلاحاتو دغه لاسليک شوې مسوده به په راتلونکو څو ورځو کې قومي اسمبلۍ او سينيټ ته وړاندې کړل شي.
ټاکل شوې ده دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري به په 5م اپريل دپارلمان ګډې غونډې ته وينا کوي.
ددغه غونډې په هکله سمري صدر اصف علي زرداري ته ليږل شوې ده او د جمعې په ورځ کيدونکې دقومي اسمبلۍ غونډه کې به دسينيټ او قامي اسمبلۍ دګډې غونډې بلنې جاري کولى شي.
دپاکستان په ائيني قانون کې 18م ترميم په پاکستان کې دکال ١٩٧٣ء دائين څخه راپديخوا دغه يوسترائينې بدلون گڼل گيږي.
په ائين کې داصلاحاتو دکميټې غونډه دشورو په ورځ ددغه کميټې دمشر سناتور رضارباني په مشرۍ شوې وه چې پکې دگڼوگوندونو مشرانوبرخه لرله .
په دغه غونډه کې دصوبه سرحد دنوم دبدلون اؤ دقاضيانو دگمارنې په هکله د مسلم ليگ ن د دريځ جاج واخستل شواؤ دغونډې زياتره برخه وال دصوبه سرحد دپاره دخيبرپښتونخوا په نوم صلاح شول خو مسلم ليگ ق اؤ دافتاب شيرپاؤ په مشرۍ پيپلزگوند داباسين پښتونخواسره دمخالفت په ترڅ کې اختلافي نوټونه وليکل.
ائينې کميټې داساسي قانون په ٢٦ؤ مادوکې د ٩٥ بدلونونو وړانديزکړى دى .
په دغوبدلونونوکې داسمبلۍ دماتولو د واک دصدر څخه داخستلو اؤ وزيراعظم ته دسپارلو،په دريم کرت د وزيراعظم اؤ وزيراعلي په جوړيدلو دبنديزختمولو،په جوډيشل کميشن کې داووم غړي په توگه دپخواني جج يا پخواني مشرقاضي داخستلو،اؤدبلدياتي ټاکنودترسره کولو واک اليکشن کميشن ته دسپارلووړانديزونه هم شامل دي.
کله چې دغونډې په پايې کې داتلسم ائيني ترميم په مسوده لاسليکونه وشول نو دپاکستان په بيلابيلوبرخوکې ميشتو پښتنو دخوشحالۍ جشن وکړواؤ دمټايانو د ويشلوترڅنگ يې د ډولونوپه سرود کې دخوشحالۍ نڅاگانې وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG