لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټول پاکستان کې دخيبرپښتونخوا په نوم پښتانه جشن کوي


د زيارت په ورځ دصوبه سرحد په گډون په گرد پاکستان کې صوبه سرحد ته دخيبرپښتونخوا دنوم ترلاسه کيدو په لړ کې گڼ شمېر پښتانه خوشحالۍ لمانځي.
په دغه خوشحالیو کې د عوامي نيشنل پارټۍ او پختونخوا ملي عوامي پارټۍ فعالین په لوې شمېر کې گډون کوي.
په دې لړ کې دپيښور په قيوم سپورټ کمپليکس کې دعوامي نيشنل پارټۍ له لوري دجشن يوه دستوره شوې ده.
ددغې دستورې پيل ددې ملينغمې څخه ؤ چې!
” مونږ يو دخيبر زلمي، پښتو زمونږه شان دى “
په دغه دستوره کې دعوامي نيشنل پارټۍ دمشرانو ترڅنگ فعالينو دډولونو مخې ته سرې ټوپۍ پسر اتڼونه وکړل.
داتڼ په دستوره کې دصوبه سرحد دلوبو او کلتور وزير سيد عاقل شاه او داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين هم برخه لرله.
دستوره کې سيمه ييزو هنرمندانو دپښتو ملي ترانې ووئيلې او داى اين پي کارکنانو دهغوي مخې ته دخوشحالۍ نڅاه گانې وکړې.
ددې ترڅنگ په چارسده،مردان او دصوبه سرحد په نورو بيلا بيلو سيمو کې هم داى اين پي دکارکنانو لخوا دخوشحالۍ نمانځنه په بيلا بيلو طريقو شوې ده.
په يو شمير سيمو کې داى اين پي کارمندانو په سړکونو دډولونو مخې ته نڅاه گانې کړي او په ځينو سيمو کې دهوائي ډزو په کولو سره هم دخوشحالۍ څرگندونه شوې ده.
همدغه راز دسندهـ ايالت په کراچۍ او حيدر اباد ښارونو او دبلوچستان ايالت په کوئټه ، چمن ژوب او نورو بيلا بيلو سيمو کې د پختونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نيشنل پارټۍ کارکنانو صوبې لپاره دخيبرپښتونخوا دنوم په خوشحالۍ جشنونه کړي دي.
بايد وويل شي دشورو په ماسخوتن دپاکستان د ائيني کميټۍ له لوري داتلسم ائيني ترميم په مسوده لاسليکونه شوي وؤ ، چې په دغه مسوده کې دصوبه سرحد دپاره خيبرپښتونخوا نوم وړانديز کړل شوى دى.

XS
SM
MD
LG