لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ائين کې داصلاحاتو مسوده سينيټ او قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې ده


د جمعې په ورځ دپاکستان په اساسي قانون کې د18م ترميم دپاره دټاکل شوې کميټې لخوا ورکړل شوي وړانديز کړل سفارشونه قامي اسمبلۍ او سينيټ ته وړاندې کړل شوي دي.
په دغه سفارشاتو دکميټې د26ؤ غړو لاسليکونه موجود وؤ.
سينيټ او قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړل شوي په دغه مسوده کې دپارلماني کميټۍ دځينو غړو لخوا ليکل شوي اختلافي نوټونه هم شامل وؤ.
قومي اسمبلۍ ته دسفارشونو وړاندې کولو په وخت دائيني کميټې چئيرمين سناتور رضا رباني وويل امرانو وفاق ته په ضربې رسولو تر ټولو ستر ظلم کړى دى.
هغه وويل پوځي واکمنانو په تيرو وختونو کې ائين دپښو لاندې چقولى ؤ او دتيرو وختونو اسمبلي يواځې دربړ ديو سټيمپ په توگه وه.
په 18م ترميم کې غوښتنې شوي دي چې دجمهوررئيس له لوري دې داسمبلو ماتولو واک 58(2)B ختم کړل شي ، دصوبه سرحد نوم دې خيبرپښتونخوا کيښودل شي، په سينيټ کې دې دصوبو له لوري اقليتونو لپاره 4،4 چوکۍ سيوا او داساسي قانون ځنډول دې غداري وگڼل شي.
دسفارشونو له مخې دسينيټ دغړو تعداد بايد104 کړل شي، گورنر دې هم دهاغه صوبې څخه واخستل شي چرته چې دهغه ووټ درج وي ، دگډو مفاداتو دکونسل سيکرټريټ دې جوړ او هر درې مياشتې پس دې ددغه کونسل اجلاسونه وکړل شي.
سفارشونو کې زياته کړل شوې ده داډيټر جنرل دچوکۍ موده دې څلور کاله وي، دټولټاکنو دکميشن مشر دې دايوان او دمخالفې ډلې دمشرانو په مشوره ټاکل کيږي.
همدغه راز په دغوسفارشونو کې دا هم ويل شوي دي چې دصوبائي اسمبليو دکار ورځې دې د70ؤ څخه 100ؤ ته وغځول شي او داعلي عدليې ججان دې دهغوي دخوښې پرته نۀ بدلول کيږي.
سفارشونو کې ويلى شوي دي دمرکزي پبلک سروس کميشن دچئيرمين گمارنه دې دوزيراعظم په مشوره لازمي او دځواکونو دمشرانو دټاکنې واک دې دصدر پځايې وزيراعظم ته ورکړل شي.
ددغه بل د دوړاندې کيدلو څخه وروستو دسينيټ او قومي اسمبلۍ غړو وزيراعظم گيلاني او دائيني اصلاحاتو دکميټې چئيرمين ته مبارکي ورکړه.
له دې وروستو دسينيټ او قامي اسمبلۍ غونډې دنامعلومې مودې دپاره ځنډول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG