لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزيراعظم گيلاني : په ائين کې اصلاحاتو سره به ادارې پياوړې شي


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په اساسي قانون کې داصلاحاتو دکميټې لخوا ورکړل شوي وړانديزونه ستائيلي دي او ويلي يې دي دغه اصلاحات به په هيواد کې دادارو د پياوړي کيدو لامل جوړيږي.
ښاغلي گيلاني وئيلي دي په 18م ترميم کې دوړانديز کړل شوؤ سفارشونو څخه وروستو به دجمهوررئيس څخه داهمو واکونو وزيراعظم ته داوړيدلو له امله به دطوفانونو مخ دهغه لوري ته وگرځيږي.
وزيراعظم گيلاني دجمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډې ته پخپله وينا کې وويل په دغو ائيني اصلاحاتو صدر ، وزيراعظم، پارلمان او مخالف گوندونه يو رقم سوچ لري چې مثال يې په تيرو وختونو کې نۀ موندل کيږي.
هغه وويل دا تاثر بې ځايه دى چې گنې په ائين کې دتجويز کړل شوي ترميم له امله به دعام وگړي په ژوند کومه ښه اغيزه نۀ کيږي.
دوزيراعظم وينا وه دتجويز کړل شوي ترميم دمنظوريدو څخه وروستو به صوبو ته خپلواکي ترلاسه شي چې له امله به يې دصوبو وسيلې او واک سيوا شي او ددې گټه به نيغ په نيغه عامو وگړو ته رسيږي.
وزيراعظم وويل دمخالفو گوندونو مسلم ليگ(ن) او مسلم ليگ(ق) مشرانو هم پارلمان کې دخپلو ويناگانو په مهال وويل چې دکومو گوندونو مشران په پارلمان کې ناست دي هغوي په گډه د1973ء داساسي قانون په بشپړ بحالۍ کې اهم کردار ترسره کړى دى.

XS
SM
MD
LG