لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اورکزی ایجنسۍ: په عملیاتو کې 30 جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې د30ؤ څخه زيات تندلاري او دوه عسکر وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو دتندلارو په دوؤ مهمو مرکزونو هم واک ترلاسه کړى دى.
دامنيتي ځواکونو سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دکوزې اورکزۍ په کرشه سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په يوه نښته کې دوه عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
دمليشه ځواکونو يو وياند ميجر فضل الرحمان بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي دي په گوئين او هنداره سيمو کې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په کاروان بريد کړى چې پکې څلور عسکر ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل په ځوابي عملياتو کې تر 15ؤ پورې جنگيالي هم وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينې وائي په سلطان غني سيمه کې هم تندلارو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړى دى چې پکې دوه عسکر ژوبل شوي دي.
همدغه راز په اتمانخيل او توري خيل سيمو کې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په ځالو گولۍ ورورلي دي چې پکې گڼ شمير جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو داورکزو ايجنسۍ په فيروز خيل سيمه کې دتندلارو دوه مهم مرکزونه چبوتره او جلکو ميله باندې واک ترلاسه کړى دى.
بل لوري ته پوليټيکل انتظاميې ويلي دي دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل په سره ميله کې تندلارو نن دخالي په ورځ دهلکانو يو سکول په بمونو الوځولى خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده شوې.

XS
SM
MD
LG