لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: نښته کې درې پوليس او اته مفروران وژل شوي دي


د پاکستان د پيښور ښار په کليواله سيمه باړه شيخانو کې د خالي په ورځ د مفرورانو او پوليسو ترمينځ نښته کې دايس ايچ او په گډون درې پوليسان اواته مفروران وژل شوي دي.
دپوليس سرچينو له مخې هغوي ته خبر ترلاسه شوى ؤ چې په شيخانو کې ديو کور دننه مفروران پټ دي ، کله چې پوليسو دبډه بيرې تاڼې دايس ايچ او رياض خان په مشرۍ کې دهغوي دنيولو دپاره په دغه کور چاپه ووهله نو په کور کې پټو مفرورانو په پوليسو ناتاره ډزې وکړې.
په دغو ډزو کې ايس ايچ او رياض خان، اى ايس ائي مير کلام خان او سپاهي شاکر په موقع ووژل شول او درې نور دپوليسو عسکر راج ولي، موسي خان او اکرام گل ژوبل شوي دي.
په دغه مهال دپوليسو لخوا په مفرورانو هم ناتاره ډزې وشوې چې له امله يې 8 مفروران ووژل شول.
ددغه پيښې څخه وروستو دسيمې اوسيدونکو داحتجاج په توگه دشيخانو بازار وتړلو او په کوم کور کې چې دغو مفرورانو ته پناه ورکړل شوې وه هغه يې وسوځولو.
په پيښه کې ژوبل پوليس عسکر ددرملنې دپاره روغتون ته رسول شوي دي خو دغلته دهغوي حالت دخطرې څخه بهر ښودل کيږي.
وروستو دوژل شوي ايس ايچ او رياض خان او دوؤ نورو پوليس عسکرو دجنازې نمونځ دپيښور په پوليس لائن کې وکړل شو،چې پکې دصوبه سرحد وزيراعلي او حکومتي او پوليس چارواکو په گڼ شمير برخه واخسته.
دجنازې دنمونځ څخه وروستو خبريالانو ته دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل دسرحد پوليسو چې په نزدې وختونو کې کومې نۀ هيريدونکې قربانۍ ورکړي دي ، په هغې ټول قام وياړ کوي.
نوموړي وويل مونږ تورزن پوليس لرو چې دهر رقم چيلنجونو دمقابلې غوره توان لري.
په دغه مهال وزيراعلي دوژل شوؤ پوليسو دکورنيو سره دمالي مرستې ترڅنگ هغوي له ديو يو پلاټ ورکولو اعلان هم وکړو.

XS
SM
MD
LG