لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما : امريکا به په ايران فشار زیاتوي


د امريکې جمهوررئيس براک اوباما وائي امريکا به داټومي پروگرام له امله په ايران پرله پسې خپل فشار زیاتوي.
دجمعې په ورځ خپله يوه مرکه کې جمهوررئيس اوباما ويلي امريکا به دغه فشار په مزه مزه سيوا کوي او گوري به چې ايران څه رقم ځواب ورکوي.
دهغه وينا وه دغه کار به نړيواله ټولنه په گډه کوي.
دلانجمن اټومي پروگرام په جاري ساتلو دايران په ضد دنوؤ بنديزونو لگوپو په هکله امريکا دخپلو ائتلافي هيوادونو او ددې ترڅنگ دروس او چين په گډون دملگرو ملتونو دسلامتي کونسل دمهمو غړو سره صلاح مشورې کوي.
داوباما انتظاميې په روانه اوونۍ کې اعلان کړى دى چې دملگرو ملتونو دسلامتي کونسل په خبرو اترو کې به چين په بشپړ ډول برخه لري او دسپين ماڼۍ وياند رابرټ گبز دجمعې په ورځ ويلي دي چې امريکا ددواړو هيوادونو ترمينځ په خبرو اترو خوشحاله ده.
ايران داټومي چارو دمذاکراتي ډلې مشر چې دا مهال دلوړې کچې دخبرو لپاره په بيجنگ کې موجود دى دجمعې په ورځ ويلي دي چې چين دايران سره يو رقم نظر لري چې بنديزونه دځنډ په ختمولو کې مرسته نۀ شي کولى.

XS
SM
MD
LG