لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حيدر هوتي: يواځې د صوبې نوم نۀ  بلکې خپلواکي مو هم گټلې ده


د صوبه سرحد وزيراعلي اميرحيدرخان هوتي وائي په صوبه دخيبرپښتونخوا دنوم ايښودل کيدو څخه وروسته به دحکومت ټول پام دترهگرۍ په ضد روانې جگړې ته گرځيږي او دغه جگړې ته به تر هغې دوام ورکړي ترڅو چې يې ترهه گر په بشپړ ډول له مينځه وړي نۀ وي.
دپاکستان دسرحد صوبې دپاره دخيبرپښتونخوا دنوم ايښودلو په خوشحالۍ کې دخالي په ورځ په ټوله صوبه کې دعوامي نيشنل گوند په غوښتنه دخوشحالۍ بيلا بيلې دستورې شوي دي.
په دغه لړ کې تر ټولو ستره دستوره دپيښور په نشترهال کې وشوه چې پکې گڼو حکومتي او سياسي مشرانو هم گډون وکړو.
دغه دستورې ته پخپله وينا کې وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل هغه وياړي چې دخيبرپښتونخوا لمړى وزيراعلي به ياد شي.
نوموړي وويل خيبرپښتونخوا يواځې دپښتنو شناخت نۀ دى بلکې دې سره مونږه صوبائي خپلواکي هم گټلې ده.
وزيراعلي په ډاگه کړه چې اوس به په صوبه کې دپنځوسو اربو روپو په لگښت اووۀ سترې مهمې منصوبې هم پيل کولى شي.
دحيدر هوتي وينا وه داتلسم ائيني ترميم له مخې چې به صوبې ته کومه خپلواکي ترلاسه کيږي ، دهغې په اساس به اوس شپږ ويشت بيلا بيلې محکمې دمرکز څخه دصوبې واک ته ورکړل شي.
په دغه مهال داطلاعاتو صوبائي وزير ميا افتخار حسين پخپله وينا کې دهاغو ټولو سياسي گوندونو مننه وکړه چې دخيبرپښتونخوا په لړ کې يې داى اين پي ددريځ ملاتړ کړى ؤ.
ميا افتخار باور ورکړو چې په صوبه دخيبرپښتونخوا دنوم ايښودلو سره به دنورو ژبو دوئيونکو حق تلفي نۀ کيږي، صوبائي حکومت په ټولو قامونو ته په يو نظر گوري.
داطلاعاتو وزير وويل کوم خلک چې په دې نوم خفه دي ، مونږ به هغوي له ورځو ، پخلا کوؤ به يې او ورته به وايو چې مونږ او تاسو يو خلک يو.
دستورې ته دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر سناتور افراسياب خټک هم وينا وکړه او وې ويل دصوبائي خپلواکۍ دترلاسه کيدو څخه وروستو به اوس هره صوبه دخارجي هيوادونو او ادارو سره راکړه ورکړه کولى شي.
هغه وويل داتلسم ائيني ترميم سره به دکال 1973ء ائين پۀ مکمل ډول بحال او پاکستان به پياوړى شي.
ددغه دستورې پېل دپښتو ددې ملى ترانې سره وشوه
”اى زما وطنه دلعلونو خزانې زما__ ستا هره دره کې دي دتورو نخښانې زما“
ددستورې په پاې کې دصوبې دبيلا بيلو برخو څخه ورغلو هنرمندانو سندرې او ملي نغمې ووئيلې او ځلمو دډولونو مخې ته دخوشحالۍ اتڼونه وکړل.
XS
SM
MD
LG