لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان شمالي غربي سیمو کې 47 تندلاري وژل شوي


دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ او دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې ديو مهم طالب کمانډر په گډون 47 جنگيالي وژل شوي او8 نور ژوندي نيول شوي دي.
په سيمه کې يو لوړپوړي انتظامي چارواکي سميع الله خان خبريالانو ته ويلي دي تندلارو نن داورکزۍ ايجنسۍ په سيد خليل بابا سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى خو امنيتي ځواکونو دغه بريد په شا تمبولى او 26 جنگيالي يې وژلي دي.
هغه وويل پرون داتوار په ورځ هم داورکزۍ ايجنسۍ په يوه بله سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بريد کړى چې پکې 12 تندلاري وژل شوي دي.
سميع الله خان وويل تر دې مهاله داورکزۍ په عملياتو کې د250ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي دي.
په هنداره سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو 4 کورونه تباه کړي او هم په دغه سيمه کې دسړک په غاړه ديو شمير تندلارو مړي هم ترلاسه شوي دي.
يو پاکستاني شخصي تيليويزيون دترلاسه شوؤ مړو شميره 25 ښودلې ده خو ازادو سرچينو ددغه شميرې تصديق نۀ دى کړى.
په اورکزۍ ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو له امله په زرگونو خلکو نزدې کوهاټ او نورو سيمو ته کډې کړي دي.
سرچينې وائي دغه نښته شنه کړپه سيمه کې شوې ده خو ازادو سرچينو په دغو عملياتو کې دوژل شوؤ تندلارو دشميرې پخلى نۀ دى کړى.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو په فيروزخيل، انجاني او کلايا کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو لگولې ده.
سرچينې وائي گن شپ هيلي کاپټرو هم په هندارام ټنډو او اتمانخيل سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې 6 تندلاري وژل شوي دي.
اخوا دصوبه سرحد دبونير او ملاکنډ په گډه ليکه دپلئ په سيمه کې تندلارو بيگاه دشپې په تيارۀ کې ملاکنډ ته داوختو هڅه کوله چې په دغه مهال دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته وشوه چې پکې دريواړه تندلاري وژل شوي دي.
په نښته کې ددوؤ پوځيانو دژوبل کيدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.
سرچينې وائي دوژل شوؤ تندلارو څخه امنيتي ځواکونو وسله هم لاسته راوړې ده او ددغه نښتې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي دي.
دمليشه ځواکونو دسرچينو له مخې دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې پينځه ورځې دمخه شوي بريد کې دمهم تندلاري کمانډر سيفور دوژنې پخلى شوى دى.
دغه تندلارى کمانډر امنيتي ځواکونو ته مطلوب ؤ او پسر يې د25ؤ لکو روپو انعام وتلى ؤ.
ددې ترڅنگ دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په بخمل شاه سيمه کې تندلارو بيگاه دجينکو يو سکول په بمونو الوځولى خو پکې کومه ځاني مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
ددغه سکول دتباه کيدو سره په سيمه کې دتندلارو لخوا دتباه کړل شوؤ سکولونو شميره 36ؤ ته رسيدلې ده.
بل لوري ته دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په چارمنگ او ماموند تحصيل کې 28ؤ تندلارو وسلې په ځمکه ايښودې او ځانونه يې پوځ ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG