لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد کې دریو ځانمرگي حملو٣٠ تنان وژلې


پولیس وايي چې دریواړه ځانمرگي بریدونه پرله پسې دعراق سرښار بغداد په هغه برخه کې شوې چرته چې د خارجي هیوادونو سفارتخانې موجود دي.
یو امنیتي چارواکي مطبوعاتو ته ویلې چې حمله کونکي په موټرو کې سواروو او په حملو کې يي د چاؤدیدونکو موادونه ډک خپل گاډي الوځولي دي.
چاؤدنو ودانۍ ولړځولې، په کورونو او نورو ودانیو کې يي شیشې ماتې کړې او د چاؤدنو د ځایونو نه لوگي پورته کیدل.
د چاودنو ورسته په بغداد کې د ډزو غږونه هم واوریدلی شول او دغه مهال په فضا کې هیلې کاپټرو الوت هم کولو.
د چارواکو دوینا ترمخه، دوه چاؤدنې د ایران او د مصر سفارتخانو سره نزدې ووشوې.
نور مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د بغداد په دغه برخه کې د جرمني سفارتخانه هم موجود ده.
چارواکي وايي د اتوار په ورځ شوې بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ٣٠ تنان وژل شوې او د١٦٠ نه زیات خلک ژوبل شوې دي.
د خالي په ورځ د امنیتي چارواکو د بغداد سره نزدې بو سیفي نومې کلې کې پس د هغې کرفیو یا گرځ بندیز پرځاې کړو کله چې یوه ورځ وړاندې د عسکرو په جامو کې وسله والو تنانو ٢۴ خلک ووژل.
د عراق د کورنو چارو وزارت د وژنو پړه په القاعده اچولې ده او ویلې يي دي چې د وژل شوو ښځو او سړو تعلق د امریکا پلوه عراقي حکومت ډله کونکي سیاسي تحریک سره دی دوي او د القاعده خلاف جگړه کې د عراقي ځواکونو مرسته کوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG