لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري دگل په ورځ دپارلمان گډې غونډې ته وينا کوي


د18م ائيني ترميم دمسودې پارلمان ته دوړاندې کيدو څخه وروستو به صدر اصف علي زرداري دگل په ورځ دپارلمان گډې غونډې ته وينا کوي.
دپاکستان دائين د 56مې مادې ترمخه دپارلماني کال په پيل کيدو پارلمان ته دصدر وينا ضروري وي او دغه به دپارلمان 20مه غونډه وي چې ورته وينا کوونکى صدر اصف علي زرداري به دهيواد6م جمهوررئيس وي.
دگډې غونډې څخه وروستو به دقومي اسمبلۍ او سينيټ بيلا بيلې غونډې کيږي چې پکې به د18م ترميم په مسوده بحث پيل کيږي.
دحکومتي چارواکو له مخې ددغه ترميم مقصد د1973م ائين پخپل اصلي شکل کې بحالول او دپاکستان دپخوانيو پوځي واکمنانو په حکومتونو کې شوي ترميمونه ختمول دي.
داتوار په شپه ناوخته په گړهي خدا بخش کې دپيپلز پارټۍ دباني مشر ذوالفقارعلي بهټو دکليزې په لړ کې جوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال صدر اصف علي زرداري وويل 18م ترميم به په هيواد کې پائيداره جمهوريت باوري کړي.
هغه وويل مجوزه ترميم به په امريت حکومتي دروازې دتل لپاره وتړي.
جمهوررئيس وويل دقوت سرچينه اولس دى او دپارلمان دغوښتنې څخه دمخه ما پخپله انتظامي واکونه وزيراعظم ته وسپارل.
بايد وويل شي په 18م ترميم کې دارټيکل 58(2)B ترمخه داسمبلۍ ماتولو او دوسله والو پوځونو دمشرانو دگمارنې واک صدر څخه وزيراعظم ته دورکولو وړانديز شوى دى چې ددې څخه وروستوبه زيات واک د وزيراعظم سره وي او دصدر حيثيت به دهيواد دعلامتي مشر پاتې کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG