لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شعيب ملک : په 15 اپريل به خپله ناوې بوځم


دپاکستان دکرکټ ټيم پخواني کپتان شعيب ملک دهند دټينس نوميالۍ لوبغاړې ثانيه مرزا سره دخپل وادۀ متعلق په ډاگه کړې ده چې هغه دوادۀ دتياريو دپاره حيدراباد(دکن) ته رسيدلى او په 15م اپريل به خپله ناوې بوځي.
داتوار په ورځ په حيدراباد کې خبريالانوسره دخبرو په مهال چې کله دنوموړي څخه دهند ديوې بلې پيغلې عائشه صديقي سره دهغه دنيکاح متعلق پوښتنې وشوې نو هغه په دغه هکله دڅه وئيلو څخه ډډه وکړه او وې ويل هغه په دې لړ کې خپل وکيل سره خبرې کړي او وکيل به يې خبريالان خبر کړي.
په دغه مهال شعيب ملک وويل ثانيه به دوادۀ څخه وروستو هم ټينس کوي.
دهغه وينا وه ثانيه مرزا اوس هم دهند دپاره لوبيږي او دوادۀ نه پس به هم دهند دپاره لوبه کوي.
هغه وويل ثانيه مرزا ته دهغه دژوند په بابله ټول معلومات شته او دهيڅ خبرې نه نۀ ويريږي.
شعيب ملک دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې دهند يوې پيغلې عائشه صديقي داتوار په ورځ خبريالانو ته ويلي شعيب ملک دهغې سره نکاح کړې او ددغه نکاح په بابله ټول شهادتونه لري.
شعيب ملک دعائشه صديقي سره دنکاح کولو څخه انکاري دى او وائي هغه تر دې دمه وادۀ نۀ دى کړى.
دا مهال دپاکستان او هند په گډون دنړۍ يو شمير ملکونو کې دهند او پاکستان ترمينځ دسياسي رقابتونو له امله دشعيب ملک او ثانيه مرزا وادۀ يو ځانگړى اړخ اختيار کړى او د ميډيا پام يې ځان ته راگرځولى دى.
چرته کۀ په پاکستان کې دشعيب ملک او ثانيه مرزا په وادۀ باندې عام خلک دخوشحالۍ څرگندونې کوي نو هلته په هند کې زيات شمير خلک ددغه وادۀ خلاف دي او اوړمه ورځ په لسگونو کسانو دثانيه مرزا خلاف يوه احتجاجي مظاهره هم کړې وه، چې په دغه مظاهره کې دثانيه مرزا عکسونه خلکو دپښو لاندې مښلي وؤ.
خو ثانيه مرزا وائي هغه په دغه وادۀ بيخي خوشحاله ده.
داتوار په ورځ دهند ميډيا داسې راپورونه هم خپارۀ کړي دي چې په دکن کې دشعيب ملک په ضد مقدمه درج کړل شوې ده.
ددغه مقدمې علت دعائشه صديقي او شعيب ملک دوادۀ هاغه جنجال ښودل کيږي چې شعيب ملک ترې انکاري دى او عائشه صديقي او دهغې کورنۍ وائي ددواړو ترمينځ نکاح شوې ده.
په حيدر اباد کې دشعيب ملک په ضد دمقدمې درج کيدلو تصديق نۀ دى شوى خو شعيب ملک دمخه وئيلي ؤ چې هغه دعائشه صديقي او دهغې دکورنۍ په ضد دخپل سپکاوي دعوى په محکمه کې کولى شي.

XS
SM
MD
LG