لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي د ایټمي وسلومخنیوي په موضوع به کانفرسن کوي


د ایران د ایټمي مزاکراتو مشر سعید جلیلي ویلې دي چې هیواد به يي د ایټمي وسلو مخنیوي په موضوع باندې د یو نړي کانفرس میلمسیتا کوي.
هغه وویل چې چین به هم په کانفرس کې برخه اخلي. د غونډې یو هدف دا هم دی چې د ایټمي ټیکنالوجۍ په پرامن مقصدونوکې د کارولو اړخ ته هم وده ورکړی شي.
ایران کې دوه ورځنۍ غونډه به د اپریل په وولسمه نیټه شورو کیږي. دایران کانفرسن به په واشنگټن کې هم د ایټمي وسلو د مخنیوي په موضع هم دغه رنگ غونډې څلور ورځې ورسته کیږي.
د واشنگټن په غونډه کې به د پاکستان په شمول د یو شمیر هیوادونو د سر مشران برخه اخلي چې پکښې د چین صدر هو جن تاؤ هم شامل دی. د چینايي مشرواشنگټن ته کیدونکی تگ ښايي د امریکا او چین ترمنځ تعلقاتو کې تاؤتریخوالی کم شوی دی.
خو چین په ایران باندې د هیواد د لانجمن ایټمي پروگرام په سر نوي پابندو کې د برخه اخستو نه ډډه کوي.
امریکا او د امریکې اتحادي هیوادونه په ایران تور لگوي چې د ایټمي وسلو د پاره د یورینیم په جوړولو باندې کار کوي. ایران وايي چې ایټمي پروگرام يي د پرامن مقاصدو د پاره دی چې پکښې د ایټمي ټیکنالوجۍ د لارې توانايي جوړول هم شامل دي.
امریکې د ملگرو ملتونو د امنیتي شوری' یا سیکیورټي کاؤنسل په غړو غږ کړی چې که ایران د یورینیم جوړلونه لاس نه اخلي نو د هیواد خلاف دې نور بندیزونه وولگولی شي.
د ایران صدر محمود احمدي نژاد ویلې هغه د ایران ایټمي پرواگرام په لړ کې د امریکې سفارتي هلې ځلې ردوي. د خالي په ورځ په ټیلي وژن وینا کې محمود احمدي نژاد وویل چې د ایران خلاف نوي بندیزونه به د ایټمي پروگرام په اړوند د هیواد اراده نوره هم مظبوطه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG