اسرائیل د فلسطین غزه پټۍ ته تیرو دوو کلونو کې په وړمبي وار د تجارتي سامان وړل کیدو ته اجازه ورکړې. وړلی شوي سامان کې جامې او پیزار شامل وو.
نړي والو مرستندویه اداروې به غزه ته په وړه کچه سامان وړلو خو د اتوار په ورځ وړمبی ځل وو چې تجارتي سامان شخصي تجارانو ته یوړلی شو.
اسرائیل او مصر چې د غزه سره شریکه پوله لري، د حماس گوند د واک د لاندې غزه باندې د تگ راتگ بندیزونه لگولې دي. خو کاچاک کونکو د بندیزونو نه پورته لاره هم راویستې او غزه ته سامان د مصر او غزه دشریک سرحد د لاندې سرنگ د لارې رسوي.
په برطانیه کې میشته د انساني حقوقو نړي والې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل په غزه د بندیزونو لرې کولو غږ کړی او ویلې دغه قدغنونو د غزه ١۴ لاکو اوسیدونکو ساه بندوي.