لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان تیمرگره ښار کې ځانمرگي برید ۴٠ تنان وژلې


دپاکستان دصوبه سرحد دکوز دير په تيمرگره ښار کې دگل په ورځ دعوامي نيشنل گوند لخوا په صوبه دخيبرپښتونخوا دنوم ايښودل کيدو په خوشحالۍ کې دجوړې کړل شوې دستورې په مهال يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 40 کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان دتيمرگرې روغتون او زيات شديد زخميان دپيښور بيلا بيلو روغتونونو ته رسول شوي دي.
په ژوبلو کې هم دزياترو کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې له امله يې خواؤشا ودانيو او گاډو ته هم سخت زيان اوښتى دى.
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان وائس اف امريکا ته ويلي دي په تيمرگره کې دجلسې دميدان دننه د1000ؤ څخه زيات خلک راغونډ شوي وؤ ، او په دغه مهال يو ځان وژونکي پياده دهغوي مينځ ته ورمڼده کړه او ځان پسې تړل چاؤديدونکي مواد يې وچول.
په دغه بريد کې دسناتور زاهد خان ورور هم سخت ژوبل شوى دى.
دصوبه سرحد اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو ته وويل دترهه گرۍ په ضد چې حکومت کوم جهاد شروع کړى دى ، دهغې له امله دترهه گرو ملا ماته شوې او هغوي اوس دغه رقم بزدلانه کارونه کوي.
ميا افتخار وويل په دې سيمه کې دتيرو ديرشو کالو راهسې ترهه گر موجود وؤ او هغوي ته وسلې ورکړل کيدلې، دغه په زرگونو ترهه گر په بشپړ ډول ختمول به يو څه وخت ته اړتيا ولري.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد روانه دغه جگړه کې چې پوځ ، پوليس او اولس کومې قربانۍ ورکړي هغه دهيريدلو نۀ دي.
نوموړي وويل دعوامي نيشنل گوند په مشرانو او فعالينو له دې وړاندې هم ځانمرگي بريدونه او حملې شوي دي خو مونږ ددې خاورې دامن او خوشحالۍ هوډ کړى دى او کله به هم دترهه گرو په دغه رقم بزدلانه کارروائيو ونۀ ويريږو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG