لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په پیښور ښار کې د امریکې په قونصلگرۍ برید شوی


دپاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور کې دامريکې قونصل خانې باندې برید کې د دوو محافظانو په شمول څلور تند لاري وژل شوې دي.
حمله کې پرله پسې درې بمي چاؤدنې او دډزې دگل په ماسپښين دپيښورد سختو امنیتي گامونو د لاندې پوځي برخه کې شوې. پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلې چې برید کې کوم امریکايي وگړی نه دې زیانمن شوی.
او پاکستاني طالبانو د برید پړه په غاړه اخستې.
دپيښې په ځايې کې دصوبه سرحد مشر وزير بشيربلور خبريالانو سره په خبرو کې وويل په چاؤدنو کې دوه عسکر وژل شوي چې يو پوليس او بل دايف سي سره تعلق لرلو.
هغه وويل د4ؤ ترهه گرو مړي هم ترلاسه شوي دي.
مشر وزير زياته کړه دغه چاؤدنې دومره زوردارې وې چې له امله يې دقونصلگرۍ سره نزدې دهغه کوراو خواؤشا ودانيو ته هم زيان رسيدلى دى.
بشيربلور وويل دبريد دځايې څخه ځانمرگي جيکټونه هم ترلاسه شوي چې هغه پوليسو شنډ کړي دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل داسې بريښي چې ددغه بريد هدف امريکائي قونصلگري په نخښه کول ؤ خو دامنيت دغوره انتظاماتو له امله بريدکوونکي قونصلگرۍ پورې ونۀ رسيدل شول.
په پاکستان کې دامريکائي سفارت خانې له لوري په جاري شوي يو بيان کې ددغو چاؤدنو غندنه شوې ده او ويل شوي چې په پيښه کې دقونصلگرۍ دوه پاکستاني ساتونکي وژل شوي او يو شومير نور ژوبل شوي دي.
دبيان له مخې په دغه منظم بريد کې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى کارول شوى او ترهه گرو دلاسي بمونو او وسلو په کارولو سره دقونصلگرۍ ودانۍ ته دننوتلو هڅه کوله.
دامريکائي سفارت خانې دبيان له مخې په پيښور او کوز دير کې ترسره شوي بريدونه دترهه گرو هاغه مايوسي ښائي چې دپاکستاني اولس له لوري دهغوي څخه دمخ گرځولو له امله ورسره ترهه گرمخ دي.
په بيان کې ويلى شوي دي دامريکائي قونصلگرۍ مامورين په قبائيلي سيمو او صوبه سرحد کې دپاکستان دحکومت دسلامتۍ او پرمختيا دايجنډې دپاره دامريکا دلوري دلاس امداد کولو په لړ کې په لمړي خط ولاړ دي.
دعيني شاهدانو له مخې په دوؤ گاډو کې ناست څو ترهه گرماسپښين مهال دامريکائي قونصلگرۍ مخې ته په جوړه امنيتي پوسته ناتاره ډزې وکړې او ددې څخه وروستو دغلته د14ؤ دقيقو په مهال پرله پسې درې بمي چاؤدنې وشوې.
دچاؤدنو سره سم امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته ورسيدل او ټوله سيمه يې وتړله.
عيني شاهدان دا هم وائي چې بريدکوونکو دمليشه ځواکونو ورديانې اچولې وې او مارټرې ورسره وې.
عيني شاهدان وائي په دغه پيښه کې دامريکائي قونصلگرۍ يو ديوال هم زيانمن شوى دى.
په کوم ځايې کې چې دغه چاؤدنې ترسره شوي هلته دحساسو ادارو ددفترونو ترڅنگ دپوځي مشرانو کورونه او دځينو غيرملکي ادارو دفترې هم موقعيت لري.
بل لوري ته دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق په پيښور کې دامريکا په قونصلگرۍ دترسره شوؤ چاؤدنو ذمه واري قبوله کړې ده او ويلي يې دي دغه بريد يې دامريکا له لوري په قبائيلي سيمو دکيدونکو ډرون بريدونو دبدلې په توگه کړى دى.
دگل په ورځ دبيلا بيلو خبري اژانسونو خبريالانو ته دپاکستاني طالبانو دټيلي فون له لارې ويلي دي هغوي اوس هم د2800ؤ څخه نيولې تر 3000ؤ پورې ځان وژونکي لري.
طالب وياند وويل مونږ به دغه رقم نور بريدونه هم ترسره کړو او هاغه ځائيونه په نخښه کوؤ چرته چې امريکايان وينو.
په پيښور کې يو بل پسې دغه درې بمي چاؤدنې په داسې حال کې رامينځته شوي چې ددې څخه يواځې څو ساعته دمخه دصوبه سرحد په کوز دير سيمه کې هم په صوبه کې دواکمن عوامي نيشنل گوند په يوه جلسه ځانمرگي بريد کې تر 40ؤ پورې کسان وژل شوي دي.
دتيرو څو مياشتو راهسې په پيښور کې دامنيت وضعه ښه شوې ده خو ددغه پيښې سره يو ځل بيا دپيښور اوسيدونکي دامنيت په حواله دانديښنو ښکار شوي دي.
دصوبه سرحد حکومت او امنيتي ځواکونه پرله پسې ادعاوې کوي چې دپوځي عملياتو په ترڅ کې يې دترهه گرو ملا ماته کړې او هغوي اوس دتيښتې په حال کې دي.
خو څيړونکي وائي په يوه ورځ دصوبه سرحد دننه دڅلور چاؤدنې ترسره کيدل دتندلارو لخوا دپاکستان حکومت او پوځ ته دا پيغام ورکول دي چې هغوي اوس هم دحساسو سيمو دپه نخښه کولو توان لرې.

XS
SM
MD
LG