لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر زرداري : دتندلارو په وړاندې به وسلې نۀ غورځوؤ


دپاکستان صدر اصف علي زرداري ژمنه څرگنده کړې چې ترڅو دترهگرو نوغى په مکمل توگه نه وي ختم شوى ترهغې به دهغوئ په ضد عملياتو ته دوام ورکول کيږي.
دگل په ورځ دپارلمان گډې غونډې ته په خپله ويناکې ښاغلي زرداري وويل دا مهال تندلاري او ترهه گر دپاکستان دقومي سلامتۍ لپاره تر ټولو ستره خطره ده او دله مينځه وړلو پورې به يې په ضد جگړه روانه وي.
هغه وويل پاکستانى قوم به دترهه گرو په وړاندې وسله نۀ غورځوي.
زرداري وويل کوم خلک چې وسله په زمکه ږدي حکومت به ورسره خبرې کوي خوڅوک چې دحکومت دعملدارۍ منلو څخه انکار کوي په ضد به يې طاقت استعماليږي.
نوموړي وويل پاکستان ته به چاته هم اجازه ورنۀ کړي چې خاوره يې دنورو هيوادونو په ضد دترهه گريزو فعاليتونو لپاره وکاريږي.
په دغه مهال دپاکستاني صدر افغان حکومت ته باور ورکړو چې دهغه هيواد به په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دهر هاغې هڅې څخه ملاتړ کوي چې دافغانانو په مشرۍ کيږي.
پارلمان ته دوينا په مهال ښاغلي زرداري داتلسم ائيني ترميم دمسودې پارلمان ته په وړاندې کيدلو ټول قام ته مبارکي ورکړه او وې ويل خلکو وئيل چې حکومت ناکامه شوى دى خو مونږ وښودله چې دا حکومت ناکامه نۀ بلکې ذمه وار دى
هغه وويل مونږ دسياسي گټو څخه په لوړسوچ دهيواد دگټو دپاره سختې پريکړې وکړې خو نن نړيوالې ادارې زمونږ په معاشي اصلاحاتو بشپړ باور ښکاره کوي.
زرداري وويل پاکستان دامريکا او هند په گډون ټولو هيوادونو سره غوره اړيکې غواړي او دې ته ليواله دی چې امريکا او يورپ مرستې نۀ بلکې دسوداگرۍ او مارکيټونو پورې درسيدلو په لړ کې د پاکستان سره همکاري وکړي.
هغه وويل دبې نظير بوټو دارمان په اساس ښځې په سياسي او معاشي توگه پخپلو پښو اودرول دهغوي لمړۍ ترجيح ده.
جمهوررئيس وويل په بالا ئي سيمو کې دنوؤ ډيمونومتاثرينو ته به نوې ځمکې دښځو په نوم سپارل کيږي.
هغه وويل په هيواد کې دبجلۍ کموت ورته په ميراث کې ترلاسه شوى دى خو په دغه جنجالونو به ډير زر قابو ومومي.
هغه وويل صوبه سرحد ته يې دخيبرپښتونخوا په نوم ورکولو ددغه خاورې وگړو ته خپل شناخت ورکړى دى.
زرداري زياته کړه دپارلمان گډې غونډې ته يې پخپله لومړۍ وينا کې ويلي وؤ چې داوولسم ترميم دختمولو دپاره به پارلماني کميټۍ جوړولى شي او دهغې څخه وروستو يې په دوهمه وينا کې هم سپيکرې ته ويلي وؤ چې هغه دې په سمدستي ډول په اساسي قانون کې داصلاحاتو دپاره کميټه وټاکي چې له دې وروستو دټولو گوندونو په غړو مشتمله کميټي جوړه کړى شوه او دغه کميټۍ چې داتلسم ائيني ترميم کومه مسوده په گډ ډول جوړه کړې هغه نن پارلمان ته وړاندې کړل شوې ده.
دصدر زرداري وينا وه مونږ د1973ء داساسي قانون دبحالولو وعده کړې وه او خوشحاله يو چې نن دغه وعده ترسره کوؤ.
جمهوررئيس زرداري وويل په داسې وخت کې يې دچارو واگې په لاس کې اخستې وې چې پاکستان په نړۍ کې يواځې کيدونکى ؤ خو نن هغه صورتحال په مکمل ډول بدل شوى دى او پاکستان په عالمي کچ په فيصلو کيدلو کې خپل کردار ادا کوي.
نوموړي وويل دامريکا په شمول ددنيا دلويو هيوادونو او نړيوالو مالياتي ادارو سره دپاکستان اړيکې غوره شوي دي او هغوي دپاکستان په معاشي اصلاحاتو دباور څرگندونه کوي.

XS
SM
MD
LG