لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په امریکایي قونصلگرۍ د حملو وروسته، ملگرو ملتونو دفترونه تړلي


د پاکستان صوبه سرحد په سرښار پيښور کې تېره ورځ په امريکائي قونصلگرۍ باندې شوو دريوؤ بمي چاؤدنو او دډزو پيښو پلټنې روانې دي.
د سرحد د پولیسو مشر ملک نوید د نهې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي دي د برید کونکو شمېر شپږ وو او هغوي خپل هدف ته د رسیدو نه مخکې ووژل شول.
د پېښور ښار د حساس امنیتي علاقې کې شوي ددغه منظم بریدنو وروسته ملگرو ملتونو په پېښور کې خپل دفترونه د دوؤ ورځو لپاره ټړلي دي.
د ملگرو ملتونو ویاند عشرت رضوي وائس اف امریکا ته ویلي چې په دغه دفترونو کې کارکونکو ته ویل شوي چې په خپلو کورنو کې دننه دې پاتې شي.
د نهې په ورځ یو شخصي ټیلي ویژن یوه ویډیو خپور کړې چې ورکې ښودل شوي چې دوه گاډي دامريکائي قونصلگرۍ سره نزدې ولاړ دي او ورنه وسله وال کسان قونصلگرۍ اړخ ته روان دي.
په پيښور کې يو بل پسې دغه درې بمي چاؤدنې په داسې حال کې شوي چې هم پرون دصوبه سرحد په کوز دير سيمه کې هم په صوبه کې دواکمن عوامي نيشنل گوند په يوه جلسه ځانمرگي بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر 50ؤ ته رسېدلی دی.
دتيرو څو مياشتو راهسې په پيښور کې دامنيت وضعه ښه شوې ده خو ددغه پيښې سره يو ځل بيا دپيښور اوسيدونکي دامنيت په حواله دانديښنو ښکار شوي دي.
دصوبه سرحد حکومت او امنيتي ځواکونه پرله پسې ادعاوې کوي چې دپوځي عملياتو په ترڅ کې يې دترهگرو ملا ماته کړې او هغوي اوس دتيښتې په حال کې دي.
خو څيړونکي وائي په يوه ورځ دصوبه سرحد دننه دڅلور چاؤدنې ترسره کيدل دتندلارو لخوا دپاکستان حکومت او پوځ ته دا پيغام ورکول دي چې هغوي اوس هم دحساسو سيمو دپه نخښه کولو توان لرې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG