لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: ١٨م ائيني ترميم بل قامې اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې


د پاکستان مرکزي کابينې د نهې په ورځ ددغه هيواد په اساسي قانون کې داتلسم بدلون منظوري ورکړې ده اؤدغه بل هم د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوی دی.
دپاکستان وزيراعظم سيديوسف رضاگيلاني ویلي داتلسم بدلون په منظوريدلو به پاکستان کې جمهوريت زيات پياوړى شي.
دمرکزي کابينې غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم گيلاني په مشرۍ دپارلمان په ودانۍ کې وشوې.
په دغه مهال وزيراعظم گيلاني وويل اولس به په اساسي قانون کې داتلسم بدلون په کاميابۍ خپل منتخب استازي تر ډيرې مودې ياد وساتي ځکه چې دغه بدلون داولسي استازو لۀ لوري دخپل اولس دپاره يوه تحفه ده.
دقامي اسمبلۍ د دريم پارلماني کال لمړۍ غونډه پېل شوې ددغه غونډې لپاره په ايجنډه کې اتلسم ائني ترميم بل هم شامل کړل شوى دى.
سرچينې وايي وزيراعظم يوسف رضاگيلاني په لسم اپريل د امريکا په سفر روانيږي اؤ حکومت دهغه ددغه سفرڅخه وړاندې دقامي اسمبلۍ اؤ سينيټ څخه د اتلسم ترميم دمنظورولو پريکړه کړې ده.
ددې ترڅنگ دائيني اصلاحاتودکميټې په غونډه کې هم پريکړه شوې ده چې داتلسم بدلون لپاره به دپارلمان دننه دټولو گوندونوسره غوږ نزدې کولى اؤ دهغوئ ملاتړ به ترلاسه کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG