لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما: پاکستان خپلې اټومي وسلې خوندي کړي دي


د امريکا جمهوررئيس براک اوباما وائي هغه په دې باوري دى چې پاکستان خپلې اټومي وسلې خوندي کړي دي خو وائي هغه يواځې دپاکستان نۀ بلکې دټولې نړۍ داټومي وسلو دحفاظت په هکله انديښنې لري.
دامريکې ورځپاڼې نيويارک ټائمز سره په يوه مرکه صدر اوباما وويل دايټمي وسلو دنۀ خوريدنې په هکله دهغه فکرد بوش دانتظاميې څخه بدل دى.
ټاکل شوې ده دامريکا جمهوررئيس براک اوباما به دنهې په ورځ دايټمي وسلو دنۀ خوريدو په هکله دخپلې تگلارې اعلان وکړي چې دهغې څخه وروسته به هغه شرطونه نور هم سختولى شي چې په اساس يې امريکا دضرورت په پيښيدو خپلې اټومي وسلې کارولى شي.
په امريکا کې هره نوې انتظاميه ددې خبرې پابنده وي چې داټومي وسلو داستعمال په هکله به پارلمان دخپلې تگلارې څخه خبروي.
دمرکې په مهال چې کله داوباما څخه وپوښتل شول چې هغه دپاکستان داټومي وسلو دخونديتوب په اړه څه گامونه اخستي دي نو نوموړي وويل هغه دپاکستان داټومي پروگرام په هکله تفصيلات ورکول نۀ غواړي.
براک اوباما په ډاگه کړه هغه چې داټومي وسلو په اړه تر ټولو زياته کومه انديښنه لري هغه دغيرخوندي ايټمي موادو په اړه ده چې ترهگر يې په اسانه لاسته راوړلى شي.
براک اوباما وويل دهغه نوې تگلاره به هاغو پراخو هڅو يوه برخه وي چې مقصد يې نړۍ داټومي وسلو څخه ازادول ده.
نيويارک ټائمز ورځپاڼه ليکي داوباما انتظاميې په ايټمي تگلاره کې به دنوؤ وسلو جوړولو سره مخالفت او په وړومبي ځل په ډاگيز ډول دا اعلان کولى شي چې امريکا به دهاغو غير جوهري هيوادونو په ضد اټومي وسلې نۀ کاروي چې ددغسې وسلو دنۀ خوريدنې په عالمي تړون اين پي ټي عمل کوي.
جمهوررئيس اوباما وويل دايران او شمالي کوريا په گډون به په هاغو هيوادونو دغه تگلاره نۀ لاگو کيږي چې داټومي وسلو دنۀ خوريدنې په هکله يې دنړيوال تړون څخه سرغړونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG