لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د ایټمي وسلواستعمال دپاره د شرائطو سختولواعلان کړی


د ایټمي وسلو د استعمال په لړ کې امریکې خپله نوي تگ لاره اعلان کړې چې ترمخه به يي امریکا د سټریټیجیکي وسلو کارولو د پاره شرائط سختوي.
د نهې په ورځ اعلان کړی شوې پالیسۍ کې ویلې شوې چې د امریکې ایټمي وسله تون چې د سوړ جنگ یا د کولډ وار د وخت راهسې وجود لري نړۍ کې د موجوده خطراتو چرته چې ترهگر اودشمن هیوادونه ایټمي وسلې ترلاسه کول غواړي نا مناسبه دی.
پالیسي وايي امریکا باید د نوي حالاتو سره سم خپل ترجیحات بهتر کړي.
دستاویز وايي په نوي شرائطو کې امریکا د خپلې قامي دفاع په خاطر د ایټمي وسلو په استعمال باندې خپله اړتیا کمه کړي. پالیسي وايي چې امریکې د مزائیلو خلاف دفاعې نظام کې ښه والي راوستی، پوځي صلاحیت يي زیات کړی او د سوړ جنگ د وخت تاؤتریخوالی کم شوی دی نو په دې وجه امریکا باید د ایټمي وسلو په ممکنه استعمال کې کمی ووکړي.
دستاویز وايي امریکا به دهاغه هیوادونو خلاف ایټمي وسلې نه کاوري کوم هیوادونه چې ایټمي وسلې نه لري او د ایټمي ټیکنالوجۍ د خپریدو خلاف نړي واله معاهده نیوکلئیر نان پرولیفریشن ټریټي يي لاس لیک کړې ده.
د ایټمي وسلو د کارولو په لړ کې د امریکې پالیسي د سوړ جنگ یا د کولډ وار په وخت کې پرځای کړی شوې وه چې د هاغه وخت شوروي اتحاد په مقابله کې په نړۍ کې د طاقت توله برابر ووساتلی شي.
په نوي پالیسۍ باندې غور د صدر باراک اوبامه په واک کې د راتلو ورسته شورو کړی شو چې پکښې د دفاع وزارت او د امریکې د ملگرو هیوادونو راې هم اخستلی شوې ده. ددې یو هدف دا هم دی چې د هیواد په دفاع کې د ایټمي وسلو رول کم کړی شي اود براک اوبامه د پالیسۍ سره سم نړۍ د ایټمي وسلو نه پاکولو په لوري گام پورته کړی شي.
د امریکې خارجه وزیرې هیلري کلنټن او ددفاع وزیر رابرټ گیټس ته به د نوي تگ لاري په هکله دفاع وزارت یا پنیټگان کې د نهې په ورځ هم تفصیلات ورکړی کیږي.
د امریکې نوي پالیسي په داسې وخت کې اعلان کړی شوې ده چې دوه ورځې ورسته به باراک اوبامه او د روس صدر دميتري میدوی دیوپه امریکا او روس کې د ایټمي وسلو او مزائیلو کمولو د پاره د سټارټ یا سټریټجیک ارمز ریډکشن ټریټي په نومې معاهده لاس لیک کوي.
او په را روانه هفته کې به براک اوبامه په واشنگټن کې د ایټمي وسلو مخنیوي په لړ کې د نړۍ د یوشمیر هیوادونو د سر مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې میلمستیا کوي.

XS
SM
MD
LG