لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واشنگټن لخوا د صدر کرزي دامريکا دسفر منسوخولو خبردارى


د افغانستان دجمهور رئيس حامدکرزي لخوا په دې وروستيوکې د غرب پر ضد دنيوکو دلړۍ لۀ امله دامريکا اؤ حامدکرزي ترمينځ تناوؤنه په زياتيدو دي.
اؤ امريکا خبردارى ورکړى دى چې کۀ چرې جمهور رئيس کرزي دغرب په ضد دنيوکو لړۍ دوامداره وساتله نو کيدى شي په ١٢م مئ دامريکا دجمهور رئيس براک اوما سره دهغه ټاکل شوې ليدنه منسوخ کړل شي.
دافغانستان دپارلمان غړو تيره اوونۍ خبريالانو ته ويلي وؤ دبندو دروازو ترشا ترسره شوې يوه غونډه کې جمهور رئيس کرزي دخپل حکومت په غربي ناقدينو سختې نيوکې کړې وې.
راپورونه وايي ددغه غونډې په مهال حامد کرزي خبردارى ورکړى ؤ چې کۀ دهغه په حکومت دبهرني فشار لړۍ ته دپائى ټکى کښينښودل شي نو هغه به پخپله هم دطالبانو په ليکه کې ورگډشي.
کرزي داهم ويلي وؤچې کۀ چرې دافغانستان په کورنيو چارو کې دبهرنيو لاس وهنه دوام وکړي نو انديښنه ده چې دطالبانو مقاومتي تحريک ديو جائز تحريک بڼه ومومي.
حامدکرزي دافغانستان په تيرو ټولټاکنوکې د درغليوپړه هم په ملگرو ملتونواؤ ځينو نورو غربي هيوادونواچولې وه.
دسپينې ماڼۍ وياند د نهې په ورځ خبريالانو ته ويلي دي واشنگټن دښاغلي کرزي د نورو څرگندونو په غور سره جاج اخلي ترڅو په دې خبره ځان پوهه کړي چې په دې پړاوکې به د جمهور رئيس اوباما سره دهغۀ ليدنه گټوره ثابته شي کۀ نه؟
دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز وويل د کرزي څرگندونې زړۀ خفه کوونکې دي اؤ ريښتونې بڼه نۀ لري.
وياند وويل امريکا په افغانستان کې ددې دپاره موجوده ده چې ددغه خاورې څخه په امريکا بريدونه شوي دي اؤ په هاغوبريدونو کې په زرگونو خلکو دخپل ژوند څخه لاس وينځلى دى.
هغه وويل امريکايي ځوانان اؤ ميرمنې افغانستان کې خپل ژوند په خطره کې اچوي .
ديوې پوښتنې ځواب کې نوموړي وياند داهم وويل امريکاته به دجمهور رئيس کرزي سفردټاکلې پروگرام لۀ مخې وي خو کۀ هغه دغرب په ضد دڅرگندونو لړۍ دوامداره وساتله نو دهغه دامريکايي دورې دختمولو جاج هم اخستل کيدلى شي.
رابرټ گبز په ډاگه کړه چې کوم افغان مشرهم د درغليو دختمولو اؤ د روڼ انده حکومت خبره کوي دامريکا لۀ لوري به ښه ټکي اوري خو چې څوک کږې خبرې کوي نو هغه ته به سخت ټکي اوريدل وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG