لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديارولي : اساسي قانون دی قبایلي سیمو ته وغزولې شي


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په اتلسم ترميم بحث پيل شوى او دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان غوښتنه کړی چې هېواد اساسي قانون دی ددغه هېواد قبایلي سیمو ته هم وغزول شي.
اسفنديارولي خان وويل د تيرو 63ؤ کالو راهسې هيچا قبائيلي سيمو ته پام نۀ دى غورځولى او نۀ دغلته پرمختيائي کارونه شوي دي.
هغه وويل مونږ ته به دقبائيلو دپرمختيا لوري ته هم پام گرځول وي.
ښاغلي خان انديښنه ښودلې ده که په وخت کوټلي گامونه وانۀ خستل شي نو يو کال وروسته په بلوچستان کې هم دسوات او وزيرستان په څير حالات رامينځته کيدلى شي. دعوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان په دغه مهال وويل په ائيني اصلاحاتو کې دنواز شريف دسياسي جوړجاړي کردار کله هم له پامه نۀ شي غورځول کيدلى.
داسفنديارولي خان وينا وه دصوبائي خپلواکۍ په اړه دپارلماني کميټۍ راپور مونږ دنمونې په توگه نۀ شو گرځولى خو دغه راپور ديو ښه سفر اغاز ضرور دى.
دبلوچستان دوضعيت په اړه ښاغلي اسفنديارولي خان وويل نن چې بلوچستان کې څه روان دي هغې ته بايد په وخت توجو وشي گنې کال نيم وروستو به دغلته هم دسوات اووزيرستان په څير وضعيت وليدل شي.
اسفنديارولي خان دپاکستان قبائيلي سيمو کې په روان وضعيت هم انديښنې څرگندې کړې او دپاکستان دائين تر قبائيلي سيمو دغځولو خبره يې هم وکړه.
په 18م ائيني ترميم دبحث پيل کولو په مهال دايم کيو ايم ډاکټر فاروق ستار وويل مضبوطې صوبې ديو مضبوط هيواد ضمانت ورکولى شي، ځکه نو سيلز ټيکس بايد دمرکز پځايې صوبو ته وسپارل شي.
هغه وويل که نن په هيواد کې سرائيکيان دبيلې صوبې غوښتنه کوي نو دغه څه لويه خبره نۀ ده ، په ائين کې په ترميم کولو پارلمان ته نوې صوبې جوړول پکار دي.
دقومي اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې اقليتي غړي کشن چند پرواني دائيني اصلاحاتو په پارلماني کميټه کې دکوم غيرمسلمه غړي په نۀ شاملولو د ايوان څخه علامتي واک اوټ وکړو او دمسلم ليگ(ق) شاه جهان يوسف دصوبه سرحد دنوم خيبرپښتونخوا دنوم ايښودل کيدو په ضد دايوان څخه داحتجاج په ډول بهر ووتلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG