لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرغزستان کې بېړنې حالت لگول شوی دی


د کرغزستان حکومت هېواد کې د تشدد نه ډکو مظاهرو وروسته بېړني حالت پرځاې کولو اعلان کړی دی.
د رپوټونو ترمخه په دغه مظاهرو کې لږ تر لږه ۴٠ کسان وژل شوي دي.
رپوټونه وایي په زرگاؤ مظاهرچیانو د هېواد پایه تخت بېشکېک کې د پارلمان په ودانې حمله وکړه او پولیسو سره په نښتو کې 40 کسان وژل شوي او گڼ شمېر ژوبل شوي دي.
د کرغزستان مخالفه ډلې د صدر کرمن باکیوف د استفا کیدو غوښتنه کوي.
عیني شاهدان وایي دغه مرگ ژوبله هغه وخت مخې ته راغله چې مظاهرچیان د صدر دفتر مخې ته پولیسو سره په نښتو شوو.
یوې ښځې مظاهره کونکي چې خپل نوم یې نه دې ښودلې ویلي پولیسو د مظاهرچیانو خورولو لپاره په هغو د اوښکي بیاونکي گاز او ډزی کړي.
مخالفې ډلې په صدر کرمن باکیوف تور لگوي چې بډو رشتونو کې ککړ دي او خپل خپلوان یي په اعلی حکومتي څوکیو پرځاې کړي دي.

XS
SM
MD
LG