لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : قامي اسبملۍ د خيبرپختونخوا د نوم منظوري ورکړې ده


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اساسي قانون کې د اتلسم ایني بل منظوری ورکړی ده. قامي اسمبلۍ چې ٣۴٢ غړي لړي په دغو کې ٢٩٢ غړو د ترمیم په حق کې خپلې رایې ورکړي دي.
د اصلاحاتو بل کې د صوبه سرحد نوم خېبر پختونخوا ايښودلو او داسمبليو ماتولو په هکله دصدر او گورنرانو دواک وزيراعظم ته دسپارلو او د اعلي عدليې دججانو دگمارنې لپاره دجوډيشل کميشن جوړول شامل دي.
په قامي اسمبلۍ کې دخيبرپښتونخوا دنوم په حق کې 264 او مخالفت کې ٢٠ رايې کارول شوي دي.
دمسلم ليگ(ن) درې غړي درايې په ورکولو کې بې پلوه پاتې شوي دي.
پارلمان دترميمي بل د٧٩،٨٠،٨٦ او٩٠ شقونو منظوري هم ورکړې ده،دشق ٨٦ په اساس هيواد کې دبيړني حالت پځايې کولو دپاره دقومي او صوبائي اسمبلو قرارداد لازمي گرځول شوى دى.
همدغه رنگ دترميمي بل له مخې دپخواني پوځي جمهوررئيس جنرال ضياء الحق نوم دائين څخه ويستل شوى دى.
د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گېلاني او د مخالفو ډلو مشر چوهدري نثارعلي خان د اتلسم ایني بل منظوری د جمهوریت لپاره غټ پرمختگ گرځولې او ویلی اساسي قانون کې د پوځي ډکیکټرونو په دور شوي بدلونونه ختم کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG