لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات او دير عملياتو کې 24جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحد په کوز دير او سوات کې پاکستاني پوځيانو دتندلارو پر ضد عمليات ترسره کړي چې پکې د24ؤ تندلارو دوژل کيدو او 21ؤ نورو دژوندي نيول کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو درې ځالې له مينځه وړي،٢١ لاسي بمونه،٩ کلاشنکوفې او درې تمانچې يې هم پخپله قبضه کې اخستي دي.
په دغه هکله سرچينو ډيوه ريډيو ته ويلي دي امنيتي ځواکونو نن دزيارت په ورځ دکوز دير په چمرباغ،ميدان،پاټاؤ،ټاکورو شيخان دتيمرگرې په غره ايزو سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې ده.
دسرچينو وينا ده په دغه گوله بارۍ کې 21تندلاري وژل شوي دي او 21ژوندي نيول شوي دي.
په کوز دير کې پاکستاني پوځيانو دتندلارو په ضد دغه عمليات وروستو له هغې ترسره کړي چې څو ورځې دمخه په تيمرگره سيمه کې دعوامي نيشنل پارټۍ په جلسه کې ځانمرگي بريد ترسره شو.
په دغه بريد کې تر 55ؤ کسان وژل شوي اوخواؤشا100 نور ژوبل شوي هم وؤ.
بل لوري ته دنزدې سوات په مټه تحصيل کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ تازه نښته شوې چې پکې 3تندلاري وژل شوي دي.
په دغه نښته کې ديو پوځي دژوبل کيدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.
همدغه راز دسوات په سرښار مينگوره کې تندلارو دچاؤديدونکو موادو له لارې دسي ډي گانو يو دوکان په بمونو الوځولى خو په پيښه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG