لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو تښتول شوى يوناني وگړی خوشې کړى دى


پاکستاني چارواکي وائي افغاني طالبانو ديونان هاغه وگړى خوشې کړى چې اووۀ مياشتې مخکې يې دپاکستان دچترال ديوې سيمې څخه يې دپولې پورې غاړې افغانستان ته تښتولى ؤ.
په اسلام اباد کې ديونان سفير دزيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو کې دايتهاناسويس ليريونس دراخلاصيدو دخبر تصديق کړى او ويلي يې دي چې ديوناني وگړي سره په ټيلي فون خبرې شوي دي.
هغه وويل دغه تن اوس دپاکستان دامنيتي ادارو په خوندي لاسونو کې دى چې دجمعې تر ورځې پورې به يې اسلام اباد ته راولي.
مقامي چارواکو ويلي دي تښتونکو دغه يوناني وگړى دافغانستان په يوه سرحدي سيمه کې پريښودى ؤ چې ددغه ځايې څخه بيرته چترال ته راوستل شوى دى.
دضلعي رابطه افسر رحمت الله وزير ترمخه ددغه تن راخوشې کيدل يو گران کار ؤ خو دپاکستان استخباراتي ادارو دغه مشکل کار سرته رسولى دى..
هغه وويل وويل دغه يوناني تن دتښتول کيدو څخه وروستو دافغانستان نورستان ولايت ته بوتلل شوى ؤ او دچترال سره تعلق لرونکو مشرانو دخپل دغه غيرملکي ميلمه دراخوشې کولو لپاره داوږدې مودې راهسې دتښتونکو سره خبرې کولې او چارواکي وائي هم ددغو خبرو اترو په نتيجه کې ليريونيس خوشې کړل شوى دى.
تښتونکو ديوناني وگړي دخوشې کولو لپاره دتاوان او په پاکستان کې دبندي خپلو دريوؤ طالب ملگرو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه خو دچترال ډي سي او وائي ليريونيس په غير مشروطه توگه خوشې کړل شوى او تښتونکو هيڅ غوښتنه نۀ ده منل شوې.
ليريونيس ديو امدادي تنظيم سره په گډه دکيلاش سيمې دخلکو دخيرښيگړې په کار مصروف ؤ او هغه په اووم ستمبر تښتول شوى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG