لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو او کرم ايجنسو کې 28جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمو اورکزئ اؤ کرم ايجنسو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتوکې 28 جنگيالي وژل شوي دي.
دمليشه ځواکونو وياند ليفټننټ کرنل طاهر اکرم خبريالانو ته ويلي دي تندلارو دجمعې په سحر داورکزۍ ايجنسۍ په بيزوټ خيل کلي کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې ددغه بريد په ځواب کې امنيتي ځواکونو په هغوي ناتاره ډزې وکړې او 18 جنگيالي يې ووژل.
وياند وويل دنښتې په مهال څلور تندلاري ژوندي هم نيول شوي دي.
دهغه وينا وه په دغه نښته کې يو عسکر ژوبل شوى خو ازادو سرچينو ددريوؤ عسکرو دژوبل کيدو خبر ورکړى دى.
بل لوري ته داورکزئ ايجنسۍ سره لگيدلې قبائيلي سيمه کرم ايجنسۍ کې هم دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتوکې د10ؤ تندلارو دوژل کيدو ادعاشوې ده.
دامنيتي ځواکونو سرچينې وايي دکرم ايجنسۍ په ډوگرسيمه کې يوشمير وسله وال جنگيالو دامنيتي ځواکونوپه پوسته بريد وکړو چې په دغه مهال د دواړو خواؤ ترمينځ سخته نښته وشوه.
سرچينې وايي په دغه نښته کې 10جنگيالي وژل شوي اؤ نهه ژوبل شوي دي.
همدغه راز داورکزو په مرکز کلايه تيره ورځ دنامعلومه لوري څخه 8 ميزائيل داغل شوي دي خو دغه ميزائيل دخپل هدف څخه خطا په پټو کې پريوتلي چې پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده شوې.
دپاکستان امنيتي ځواکونو دمارچ دمياشتې څخه په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي او په دغو عملياتو کې تر دې دمه د300ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا شوې ده.
تيره مياشت په اورکزو کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ديوې نښتې په مهال ديو افسر په شمول 5 پوځيان وژل شوي وؤ.
دپاکستان حکومت يا پوځ په په اورکزو کې دتندلارو په ضد په رسمي ډول دعملياتو پيل کولو اعلان نۀ دى کړى خو وخت ناوخت دغلته امنيتي ځواکونه دتندلارو په ځالو هوائي او ځمکني بريدونه کوي.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کيدلو له امله زيات شمير تندلاري اورکزو ايجنسۍ ته اوښتي دي.
دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په اورکزو کې دسختو نښتو له امله ددغه سيمې څخه په زرگونو کورنيو خوندي سيمو ته کډې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG