لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : کالا ډهاکه کې دترهگرو پر ضد عمليات کيږي


د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دجمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته ويلي دي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې دمانسهرې سره نزدې په قبائيلي سيمه کالا ډهاکه کې د ترهگرو په ضدعمليات روان دي خوپه دغوعملياتوکې ځايي بيگناه خلک نۀ دي په نخښه کړل شوي
ښاغلي ملک وويل دکالا ډهاکه څخه دنيول شوؤ ځينو خلکو دپريښودلو امر شوى دى اؤ يوازې د ږيري يا سياسي تړون په اساس به هيڅ څوک نۀ نيول کيږي.
دکورنيو چارو وزير وويل دامهال په سوات اؤ دهيواد نورو برخوکې دلسو څخه ترپينځلسو ترهه گرې ډلې فعاليتونه کوي.
درحمان ملک ويناوه په کالاډهاکه سيمه کې دمفرورانوترڅنگ دسوات څخه تښتيدلي ځيني تندلاري هم پټ دي.
دکالا ډهاکه دپولټيکل ايجنټ انورزيب خان څخه چې کله دډيوه راډيولخوا په سيمه کې دترهگرو په ضد دعملياتو په هکله پوښتنه وشوه نو هغه وويل دتيرو څو ورځو راهسې په کالاډهاکه کې امنيتي ځواکونو دجرايم پيشه عناصروپه ضد چټک گامونه اخستي اؤ يوشميرکسان يې نيولي دي.
ښاغلي انورزيب وويل دنيول شوؤ کسانو څخه وسلې اؤ ځان وژونکي جيکټونه هم ترلاسه شوي دي.
پولټيکل ايجنټ چې په ډير محتاط انداز يې دغلته دتندلارو په ضد دعملياتو په هکله خبرې کولې وويل اوس هم امنيتي ځواکونه په سيمه کې ځائ په ځائ دي .
بايد وويل شي کالا ډهاکه دمانسهرې اؤهريپورسره لگيدلې دصوبه سرحد دحکومت د واک لاندې هغه قبائيلي سيمه ده چې دپاکستان سره لۀ شامليدو وړاندې دامبم رياست په نوم ياديدله.
ددغه سيمې پولې دصوبه سرحد بونيراؤ شانگلو سيموپورې هم رسيږي چرته چې په نزدې ورځوکې دپاکستان پوځ دترهگروپه ضد په لويه کچه عمليات پيل کړي دي.
راپورونه وايي دامهال دسوات،بونيراؤ شانگلې څخه دتندلارو يوشميرمهم کمانډران اؤ جنگيالي کالاډهاکه سيمې ته اوښتي دي اؤ هلته يې خپلې خوندي ځالې جوړې کړي دي.
څو مياشتې دمخه دهزارې دپوليسو مشريا ډي اي جي ډيوه راډيو سره په مرکه کې ويلي وؤ چې صوبايي حکومت ته يې په کالا ډهاکه کې دپټو ترهگرو په ضد دکوټلو گامونو اخستلوخواست کړى دى ځکه چې دکالاډهاکه څخه دترهگرو ډلې دهيواد په بيلابيلو سيموکې د ورانکارۍ فعاليتونه ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG